خبرونه
پاکستان په ۲۰۱۵م کې د نړۍ درېیم اعدام کوونکی هېواد وشمېرل شو
د پاکستان پوځي محکمو تېر کال ۳۲۴ تنه اعدام کړي چې له دې شمېرې سره پاکستان د نړۍ په کچه درېیم ډېر اعدام کوونکی هېواد وشمېرل شو. د حقوقې بشر د راپور له مخې د دې اعدام کوونکو ډېره شمېره له ترهگریزو ډلو سره کومه اړیکه نه لري.
د حقوقې بشر نړیوالې ادارې په خپل راپور کې ویلې چې په اعدام کوونکو کې یوازې ۳۹ تنو له ترهگرو ډلو سره اړیکې درلودې چې دا د ټولې شمېرې ۱۰٪ جوړوي.
د ۲۰۱۴م په ډسمبر کې ترهگرو ډلې د پیښور ښار په یوه پوځي مکتب برید وکړ چې له امله یې ۱۳۵ تنه زدهکوونکو خپل ژوندونه په کې له لاسه ورکړل او له هغې وروسته د ترهگرو محکمې پوځي شوې.
د نړۍ ډېر اعدامونه لومړی په چین ورپسې ایران او تېر کال په پاکستان کې شوي دي.