خبرونه

پاکستان په ۲۰۱۵م کې د نړۍ درېیم اعدام کوونکی هېواد وشمېرل شو

‍د پاکستان پوځي محکمو تېر کال ۳۲۴ تنه اعدام کړي چې له دې شمېرې سره پاکستان د نړۍ په کچه درېیم ډېر اعدام کوونکی هېواد وشمېرل شو. د حقوقې بشر د راپور له مخې د دې اعدام کوونکو ډېره شمېره له ترهگریزو ډلو سره کومه اړیکه نه لري.

د حقوقې بشر نړیوالې ادارې په خپل راپور کې ویلې چې په اعدام کوونکو کې یوازې ۳۹ تنو له ترهگرو ډلو سره اړیکې درلودې چې دا د ټولې شمېرې ۱۰٪ جوړوي.

د ۲۰۱۴م په ډسمبر کې ترهگرو ډلې د پیښور ښار په یوه پوځي مکتب برید وکړ چې له امله یې ۱۳۵ تنه زده‌کوونکو خپل ژوندونه په کې له لاسه ورکړل او له هغې وروسته د ترهگرو محکمې پوځي شوې.

د نړۍ ډېر اعدامونه لومړی په چین ورپسې ایران او تېر کال په پاکستان کې شوي دي.

 

 

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button