linkedIn مسلکي ټولنیزه شبکه ده چې شاوخوا ۴۳۳ ملیونه مسلکي کسان په کې غړيتوب لري. د دې شبکې له لارې د هر مسلک غړي کولی شي چې خپل مسلک کې دنده پیدا کړي.
مایکروسافټ شرکت اعلان کړه چې غواړي د لینکډان شبکه په ۲۶.۲ میلیارده ډالرو په بیه واخلي چې دا د ټولنیزو شبکو په تاریخ کې تر ټولو په ستره بیه پېرېدنه ده.
د هوکړې له مخې به د لینکډان مشر په خپلې دندې پاتې شي او د دې شرکت ملکیت به د مایکروسافټ له شرکت سره وي.
تر دې مخکې د فیسبوک شرکت د ۲۰۱۴ کال په اکتوبر کې د وتساب شرکت په ۲۲ ملیارده ډالره وپېره. لاندې چارټ چې د الجزیرې له لوري جوړ شوی دی د ټولنیزو شبکو د پېرودلو او پلورلو لنډ تاریخ په کې په لنډ ډول ښودل شوی دی.