ازادي راډیو د یو افغان ماشوم په اړه راپور خپور کړی چې په پوډرو روږدی دی. دا ماشوم مسعود نومېږي او په ښوونځي کې د سگرټو او پوډرو په څښولو روږدی شوی دی. د مسعود پلار له اوږدې مودې راهیسې بېدرکه دی او د کور چارې يې مور پر مخ وړي. د مسعود مور په یوه حکومتي دفتر کې اشپزه ده او له همغې لارې د کور لگښت برابروي.
مسعود د دې پوښتنې په اړه چې د پوډرو پیسې له کومه کوي، وايي چې د موټرو په تمځای کې موټرو ته سورلي برابروي او له دې لارې د پوډرو پیسې پیدا کوي. مسعود زیاتوي چې پوډر ونه څښي، نو په ټول ځان یې درد لگېږي او بیا مجبورېږي چې پوډرو ته مخه وکړي او ځان له درد څخه خلاص کړي.
اوسمهال د افغانستان په ۳۲ ملیونه نفوسو کې شاوخوا یو ملیونه افغانان په گڼو نیشهیي توکو روږدي دي چې د ټول نفوس ۹ سلنه جوړوي. د نړیوالو راپورونو له مخې د افغانستان په شمال ختیځ او جنوب کې ډېرې مېندې خپل بچیان د کوکنارو له لارې اراموي چې په راتلونکي کې دغه ماشومان په پوډرو روږدي پاتې کېږي او د ژوند تر پایه له دې رنځ څخه کړېږي.
کابل او نورو لویو ښارونو کې ډېری بېپلاره ماشومان د ناوړه چاپېریال له کبله په گڼو غېرې قانوني کړنو ککړ کېږي او په راتلونکي کې بیا د ټولنې له پاره یو ستر خطر وي. له ۲۰۰۱ز کال راهیسې د کوکنارو د لمنځه وړلو له پاره په ملیونونه ډالر مصرف شول خو د وخت په تېرېدو سره کوکنار ورک نه شول. د ملگرو ملتونو د راپور له مخې یوازې سږ کال په افغانستان کې ۴۸۰۰ ټنه کوکنار کرل شوي دي.
https://www.facebook.com/azadiradio/?fref=ts
په پای کې مسعود له خپل اوسني ژوند څخه خوشحاله نه ښکاره کوي او مور یې له حکومت څخه غوښتنه کوي چې له زوی سره یې مرسته وکړي چې له دې ناروغۍ څخه خلاص شي او خپلو درسونو ته دوام ورکړي چې روښانه راتلونکی ولري.