خبرونه
غني: طالبان دوې لارې لري؛ جگړه یا سوله

ولسمشر محمد اشرف غني نن د ولسي جرگې د شپږمې دورې د پیل پر مهال خپلې وینا کې وویل چې طالبان د جگړې او سولې تر منځ یوه لار انتخابولی شي. غني زیاته کړه چې طالبانو له یوې کلکې ازموېنې سره مخ دي دوی به یا له پوځ سره د جگړې لار انتخابوي او یا هم د خپل هېواد د ودانولو لار تر دې بغیر بله لار دوی ته نشته.
ولسمشر همدارنگه وویل: «افغانستان کې جگړه کومه داخلي ریښه نه لري دا له بهر څخه پر موږ تپل شوې ده په دې جگړه کې د القاعدې او نورو بهرنیو ترهگرو ډلو هم برخه اخیستې ده».
اشرف غني دغه څرگندونې وروسته له هغې وکړې چې طالبانو د سولې په څلور اړخیزو غونډو کې د گډون څخه انکار وکړ. افغان دولت کوښښ کاوه چې د روان میاشت په لومړۍ اوونۍ کې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.
خوستيان متل کوي : په نهار هم صبری او په قهر هم صبری!