خبرونه

د اچین ولسوالۍ اتلس کلي له داعش څخه پاک شوي

د ننگرهار ولایت چارواکو رسنیو ته ویلي چې د اچین ولسوالۍ اتلس کلي د داعش له جگړه مارو څخه پاک شوي دي. د داعش جگړه مارو په ضد ملي اردو سرتېرو له تېرو څو ورځو راهیسې د اچین په گڼو سیمو کې عملیات پیل کړې دي.

د ننگرهار ولایت د پولیس مشر «فضل احمد شیرزاد» رسنیو ته وویل: «اچین د ننگرهار له مهمو ولایتونو څخه شمېرل کيږي او دښمن له گڼو لارو دې سیمې ته راتلای شي». شیرازاد همدارنگه زیاته کړه چې په تېرو څو ورځو عملیاتو کې د داعش د ډلې ۵۰ تنه مړه شوي او گڼ نور یې امنیتي ځواکونو نیولې دي».

د ننگرهار ولایت د امنیت مشر «داد محمد» همدارنگه د اچین له ولس څخه مننه وکړه چې د داعش ضد جگړه کې له دوی سره ډېره مرسته کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button