د امريکا دفاع وزارت (پنتاگون) د افغانستان د خيالي سرتېرو د معاش له ورکولو انکار کړی. پنتاگون ويلي، د افغانستان د ملي اردو په ليکو کې زرگونه خيالي سرتېري دي، چې فزيکي شتون نه لري، خو معاش اخلي.
پنتاگون ويلي: «د روان زېږديز کال تر پايه به نظامي سرشمېرنه پيل کړي او له هغه وروسته به يوازې د افغانستان حقيقي سرتېرو ته معاش ورکوي».
د اسيا په چارو کې د امريکا د دفاع وزارت سلاکار له افغانستانه غوښتي، چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د خيالي سرتېرو د شتون ستونزه هواره کړي او د امريکا د مالي ملاتړ د تر لاسه کولو لپاره د ملي اردو د سرتېرو حقيقي لست دغه هيواد ته ورکړي.
راپورونو ښودلې ده، چې د اردو د عسکرو او پولیسو په نامه د زرگونه تنو معاش اخيستل کېږي، خو معلومه نه ده، چې په کوم لوري ځي.