کورنيو چارو وزارت د پېښو د مخنيوي لپاره ترافيکي لارښود چاپ کړی
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په لويو لارو کې د ترافيکي پېښو د مخنيوي لباره يې ترافيکي لارښود چاپ کړی دی. دغه لارښود کې د موټر چلولو شرطونه، د نقليه وسايطو ټولنو ته لارښوونې، ترافيکي سرغړونې او د پېښو د ناوړه پايلو په ګډون ګڼې نورې موضوع ګانې ځای شوې دي.
افغانستان کې د ترافيکو عمومي مشر محمد شفيق کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د حکومت او اړوندو ادارو په مرسته به د کتاب محتويات پلي کړای شي. هغه زياته کړه: «دغه لارښود مو ټولو ولايتونو کې واليانو، امنيه قوماندانانو او ټرانسپورټي ټولنو ته رسولې ده او د دوی په همکارۍ به پلې شي».
د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال ترافيکي پېښو کې له پنځو زرو ډېرو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې بېلا بېل لاملونه يې لرلي دي. د ترافيک لارښود ليکوال عبد الودود خيرخوا په دې اړه بحث کړی. نوموړی وايي، له اوو سوو ډېر لاملونه شته، چې له امله يې پر لويو لارو ترافيکي پېښې رامنځته کېږي.
د افغانستان د ترافيکو رياست وايي، بد بختانه زموږ هيوادوال هغه ترافيکي اصول نه مراعتوي، چې په ټولنه نړۍ کې پلي دي او له مخې يې تر ډېره د ترافيکو پېښو مخه نيول شوې ده.