د هرات له زندانه د اوولسو مېرمنو په گډون يو سلو يوولس تنه بنديان خوشې شوي دي. د شپږ اويا نورو بنديانو د بند موده کې کموالی راغلی دی.
د هرات د مرکزي زندان مدير عبد الله عزيزي رسنيو ته ويلي، د ولسمشر له فرمان سره سم د هرات له زندانه يو سلو يوولس تنه بنديان خوشې شوي دي. د هغه په وينا د کوچنيانو د تربيې له مرکزه هم اته تنه خوشې شوي دي، چې شايد د ښځينه بنديانو کوچنيان به وو. ښاغلي عزيزي ويلي، په خوشې شويو بنديانو کې اوولس مېرمنې دي.
د زندان د مدير په خبره د ولسمشر له فرمان سره سم د شپږ اويا تنو نورو بنديانو د بند موده کې کمی راغلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د مشرانو جرگې غړويو ويلي و، چې د بگرام، پلچرخي او ځينو نورو زندانونو د بنديانو په اړه د ولسمشر غني پر فرمانونو عمل نه کېږي او ډېر بنديان له برات سره زندانونو کې پراته دي. هغوی ويلي وو، د شپږ سوو شاوخوا بنديانو دوسيې څېړل شوي او بايد خوشې شي، خو ملي امنيت شورا يې د خوشې کولو اجازه نه ورکوي.
د ولسمشر د فرمانونو د عملي کولو کميسيون مسوولينو ويلي، د هرات له زندانه خوشې شوي بنديان هغه کسان دي، چې په کوچنيو جرمونو ککړ وو. دوی وايي، د روان کال له پيله تر دې دمه د ولسمشر د فرمانونو پر اساس نږدې څلور سوه تنه خوشې شوي دي.
د هرات زندان کې لا هم له درې زرو ډېر بنديان شته، چې يو سلو اوه څلوېښت تنه يې مېرمنې دي.