د پاکستان د لومړي وزیر «نواز شریف» د بهرنیو چارو سلاکار «سرتاج عزیز» هیلهمندي ښکاره کړې چې د افغانستان د امنیت لپاره به د سولې خبرې اترې په څو راتلونکو ورځو کې پیلې شي.
سرتاج عزیز پرون د مارچ په اتمه د برتانیې د بهرینو چارو له وزیر «فیلیپ هاموند» سره یې د کتنې پر مهال اسلام اباد کې وویل: «طالبان باید پر دې پوه شي چې د دوی غوښتنې له خبرو اترو وروسته ترسره کېږي مخکې نه».
تمه کېده چې د مارچ د میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې به د طالبانو او افغان دولت تر منځ مستقیمې خبرې اترې وشي خو د طالبانو له لورې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې دوی دا رد کړه چې گواکې دوی به د سولې په خبرواترو کې له افغان دولت سره برخه واخلي. طالبانو همدارنگه ویلي تر څو چې د دوی غوښتنې پوره شوې نه وي د سولې په خبرو کې به برخه وانخلي.
سرتاج عزیز همدارنگه وویل چې د افغانستان د شخړې اصلي لوري افغان دولت او طالبان دي او پاتې نور هېوادونه لکه چین، پاکستان او امریکا د دوی ترمنځ د خبرواترو لپاره لارې هواروي.
طالبانو بیا په دې باور دي چې د افغانستان د شخړې مهم لامل د بهرنیو شتون دی او دوی خپل مقابل لوری امریکایان بولي نه افغان دولت.