کاناډا کې پر ښوونځي بريد کې څلور تنه وژل شوي
د کاناډا لويديځ سيسکيچوان ولايت پر يو ښوونځي بريد کې څلور تنه وژل شوي او گڼ نور ژوبل دي.
د سيسکيچوان يوليس وايي، چې بريدگر د ښوونځي له مخې نيولی دی.
د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو د پېښې په اړه خپله خواشيني څرگنده کړې او دا يې د وژل شوو ماشومانو د کورنيو لپاره يو وحشي خوب ياد کړی دی.
د پېښې عيني شاهدان وايي، چې د لسگونو ډزو او ماشومانو چيغې يې په خپلو غوږو واورېدې.
د سيمې امنيتي چارواکي وايي، چې بريدګر يې له وسلې سره نيولی، پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي او خلکو ته يې د ارام ژوند ډاډ ورکړی دی.
کاناډايي رسنۍ وايي، چې بريد پر ځايي وخت د ماسپښين يوه بجه وشو او بريدگر له پېښې پنځه څلويښت ساعته وروسته ونيول شو.
په دې وروستيو کې کاناډا، امريکا او نورو لويديځو هېوادونو کې د ناڅرگندو بريدونو شمېر د پخوا په پرتله ډېر شوی دی او چارواکي تر اوسه د دغه ډول بريدونو په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.