اردوګان: که د پوتین تورونه ثابت شول، استعفا ورکوم
د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين پر ترکيه تور لګولی، چې روسۍ الوتکه يې له داعش څخه د تېلو د ترلاسه کولو لپاره راغورځولې ده، خو د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د هغه په رد کې ويلي، که دا تور سم و، له ولسمشرۍ به تېر شي، هغه وپوښتل: «که خبره د دې برعکس وه، پوتین به ولسمشري پرېږدي»؟
پوتين پرون ماښام د پاريس د غونډې په څنډه کې په يوه خبري کانفرانس کې وويل، هېواد يې په دې اړه نور معلومات ترلاسه کړي، چې کوم تېل چې د داعش تر ولکې لاندې سيمو نه راوځي د ترکيې له خاورې تېرېږي، ځکه نو د الوتکې ويشتل يوازې د تېلو د ساتنې له امله و.
نوموړي زياته کړه، ترکيې ورته ويلي، اردوګان د الوتکې ويشتلو امر نه دی ورکړی، نورو اړخونو کړی، «خو دا په مسئله کې هيڅ کمی زياتی نه راولي».
د پوتين په اند روسۍ الوتکې کوم ګواښ نه رامنځته کاوه او راغورځول يې اړين نه و، «خو ستره خطا وه او له امله يې زموږ دوه پوځیان ووژل شول».
پوتين دې ته هم اشاره وکړه، چې د روسيې دننه له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له ترکيې سره له پخوا راهيسې ستونزې وې، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د قفقاز په شمال لوري کې فعال و او بيا ترکيې ته وتښتېدل.
خو ترکي ولسمشر شېبه وروسته د پوتين تورونه رد کړل. اردوګان وويل: «که داسې څه رښتيا شوي وو، زه به په خپل منصب پاتې نه شم او پوتين ته وايم، که خبره برعکس وه، ايا ته به خپل ځای پرېږدې؟ ما نن له ځينو مشرانو سره دغه موضوع څېړلې ده».
اردوګان له خبريالانو سره په خبرو کې ټينګار وکړ، چې هېواد يې چې له کومو ځايو تېل او طبيعي ګاز اخلي، قانوني او ښکاره دي، «موږ دومره بې عزته نه يو چې ترهګرو ډلو سره معامله وکړو».
اردوګان د پوتين د څرګندونو په اړه وويل، اداره يې له صبره کار اخلي «ترکيه د ۸۰ مليونو وګړو هېواد دی او د ۲۰ ټولنو غړيتوب لري، ځکه نو د خپګان ځای دی، چې د همدې ټولنو بل غړی له موږ سره داسې تعامل کوي».
هېره دې نه وي، چې کرملين د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د پاريس په غونډه کې د ليدو کتو امکانات رد کړي و، په داسې حال کې چې اردوګان په دې غونډه کې پوتين سره د لیدو تمه ښودلې وه.