- د ادریل جانسن وینا ده چې د کتاب لوستل له موره پاتې شوی عادت نه دی. عادت اخیستل يې خپلې لارې چارې لري؛
- غوره لوستل هغه دي چې لوستونکی د لیکنې ښهوالی درک کړي او په کمزورتیا یې هم پوه شي؛
- د لغاتو په معنا کې فکر وکړئ، یوازې له جملو څخه د مطالبو پر اخیستو بسیا مهکوئ، د لوستلو پر مهال له ځان سره قاموس ولرئ، ځکه دا د لغاتو د زدهکړې ښه وخت دی؛
- فرانسوی لیکوال امیلفاگه وایي چې په لومړیو کې د لوستلو پر مهال استقامت پیدا کړئ، وروسته به د کتاب په لوستلو بیا روږدي شئ؛
- د فرانسې بل مشهور لیکوال مون تني د کتاب لوستلو لپاره نوي نظریات ورکړي دي، دی په دې نظر دی چې د ښه گټه پورته کولو لپاره لوستونکی باید یو کتاب دوه وارې ولولي، په یو وار لوستل که څه هم د ذهن په حضور وي انسان ترې بشپړه گټه نه شي پورته کولی. دوهم وار لوستل انسان د یو کتاب پر مفاهیمو پوهوي؛
- د کتاب له لوستلو وروسته باید له نورو ملگرو سره د کتاب پر موضوع بحث وشي، ځکه هر کتاب بیل انسان لیکلی دی او بېل نظر لري. تاسو د یو کتاب له لوستلو وروسته یوې نوې نړۍ ته دننه شوي یې چې پر بحث کولو یې لا نور پر مفاهیمو ښه پوهېږئ؛
- له لوستلو څخه د گټې پورته کولو لپاره اړین دي چې لوستونکی باید مهم مفاهیم له ځان سره نوټ کړي او که په کومې موضوع نه وي پوه شوی هلته باید پوښتنه پورته کړي؛
- د کتاب او یا لیکنې په سرلیک کې ټوله موضوع رالنډه شوی وي لومړی هغه ولولئ وروسته د ټولو څپرکو لومړي پراگرافونه ولولئ، بیا ټول کتاب ولولئ. د لوستلو له دې طریقې وروسته تاسو په اسانه توگه کولی شی چې د کتاب پر موضوع ښه پوه شئ؛
- د موضوع له لوستلو سره جوخت عمل کول هم شروع کړئ ځکه که لوستل بې عمله وي نو د مطالعي گټه نه شته؛
- بیکن د کتاب لوستلو په اړه ډېر ښه ویلي: «د کتاب ځینې برخې باید وڅکل شي، ځینې غوټ تېر شي او ځینې نور باید ښه ووژل شي تر څو د هضم لپاره برابر وي».
او په پای کې له هر لوستلو وروسته باید څه ولیکل شي، له لیکلو بغیر لوستل یوازې ۵۰٪ گټه ده او بس!
نور بیا…