خبرونهسيمه او نړۍ
د جاکرتا د بريد پړه داعش پر غاړه واخیسته
د داعش ډلې د اندونیزیا د چاودنو برید پړه په غاړه واخیسته. برید د دوه تنه ځانمرگو په چاودنو سره پیل شوه. ورپسي دوه تنه نورو په سپکو وسلو سمبال د پولیسو په یوه استوگنځای برید وکړ چې له امله يې پنځه تنه پولیس او دوه نور ملکیان وژل شوي دي. برید کوونکو د اندونیزا د پلازمېنې جارکرتا ښار پولیس په نښه کړي وه.
د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو د پېښې د پلټنې په اړه بیړنۍ غونډه وکړه. ویدودو رسنیو ته وویل: «پېښې د ښار په خلکو کې ویره خپره کړي ده او دا د ترهگرو کړنې دي».
د اندونیزیا د کورنیو چارو وزیر رسنیو ته وویل چې د ښار امنیت د پولیسو په کنټرول کې دی. او له ښاریانو څخه یې غوښتنه وکړه چې له شکمنو سیمو څخه لرې اوسي.
تېره ورځ د داعش ډلې د ترکیې استنبول ښار هم په نښه کړی وو چې له امله يې گڼ شمېر سیلانیانو ته مرگ ژوبله اوښتي وه.