پاکستان د هند پر ضد د وسلهوالې ډلې مشر نیولی
پاکستان په کشمیر کې د هند پر ضد وسلهوالې ډلې، جیش محمد مشر، مسعود اظهر د جنورۍ پر دویمه د هند پټانکوت پر هوايي اډې د برید په تور نیولی. جیش محمد د پاکستاني وسلهوالو نظامي ډله ده چې په کشمیر کې د هند د حکومت پر ضد په جگړه بوخته ده.
د مسعود اظهر جیش محمد ډلې په ۲۰۰۱ کال کې د هند د ولسي جرگې پر ودانۍ هم برید کړی و.
ویل کېږي، پاکستان له هغې وروسته مسعود اظهر ونیوه چې پر پټانکوټ هوايي اډې د حملې جزیات او معلومات د پاکستان له حکومت سره شریک شول. د پاکستان حکومت د هند له حکومته غواړي د دوی څېړونکې ډلې ته اجازه ورکړي چې په پټانکوټ کې څېړنې وکړي.
د پاکستان حکومت له مسعود اظهر سره د هغه ورور او ځینې نژدې مرستندویان هم نیولي چې ناجوت ځای ته لېږدول شوي. د پاکستان حکومت اړوند سرچینې وايي چې له دغو کسانو پوښتنې گروېږنې روانې دي.
هندي رسنیو د اظهر د نیولو په تړاو ویلي، که د مسعود اظهر د نیولو خبر سم وي، دا یو «مثبت پرمختگ دی».
د پاکستان پولې ته څېرمه د هند پر پټانکوټ هوايي اډې او د افغانستان په مزارشریف کې د هند پر کونسلگرۍ له هغې راهیسې بریدونه وشول چې لاهور ته د هندي لومړي وزیر، نریندرا مودي ناڅاپي سفر د هند او پاکستان ترمنځ د اړیکو کنگل مات کړ.