په پاکستان کې د افغانستان سفيرجانان موسی زی وايي هيچاته به اجازه ورنکړې، چې د دوي له خاورې د پاکستان پرضد ګام اوچت کړي، پاکستاني رسنيو خبر ورکړي چې ښاغلي موسازي په اسلام ابادکې د دواړو هېوادونو د ګډو اړيکو يوې غونډې ته په ويناکې دغه خبرې کړې دي، موسازي ويلي چې تروريزم د دواړو هيوادونو لپاره يوه ستره ستونځه ده.
موسازي پخپلوخبروکې داهم ويلي چې افغانستان اراده لري د پاکستان دلاهور په ښارکې يوه کونسلګري پرانيزي، ترڅو د تجارت په برخه کې دویزې اسانتياوې رامېنځ ته کړي، هغه وويل هيواديې غواړي چې د ټرانزيټ تجارت په برخه کې مثبت پرمختګ رامېنځ ته شي.
افغان سفير پاکستاني چارواکوته ډاډ ورکړ چې پاکستان کولای شي د افغانستان خاوره د منځنې اسیاره سره دتجارتې پول په توګه وکاروي.
په پاکستان کې دميشتو افغان مهاجرينو په اړه ښاغلي موسازي وويل : هغه نسل چې په پاکستان کې د مهاجرينو په توګه راسترشوي، پاکستان خپل کورګڼي او د پاکستان داوږدې ميلمه پالنې نه راضي دي.
موسازي وويل چې زموږ د کرکټ لوبغاړي ټول په پاکستان کې سترشوي اود کرکټ لوبه يې له پاکستاني وروڼو زده کړې، نوځکه خو د افغان کرکټ ټيم داوسنۍ بريا کریډټ هم پاکستان ته ځي.