ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، چې ولسمشر غني عدلي او قضايي ارگانونو ته امر کړی، چې په اعدام د محکومو طالب بنديانو دوسيې بيا وارزوي او نهايي يې کړي.
د ولسمشر غني د مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي وايي، ولسمشر دا امر تېره اوونۍ کړی و او ښايي نن د هغو بنديانو نوملړ ور وسپارل شي، چې محکمو پرې د اعدام پرېکړه کړې ده.
ولسمشر غني له عدلي او قضايي ارگانونو دا غوښتنه وروسته له هغه کړې، چې کابل کې د طالبانو وروستي بريد درنه مرگ ژوبله واړوله او گڼو حکومتي چارواکو پر حکومت نيوکه وکړه، چې ولې هغه بنديان نه اعداموي، چې له طالبانو سره اړيکه لري.
ښاغلي غني هغه مهال دا هم وويل، چې نور د سولې په نوم څه نه شته او هر څه به د جگړې په ډگر کې فيصله کېږي.
خو دا چې د دې بنديانو اعدام به پر طالبانو څه ډول اغېز وکړي، شنونکي په دې اند دي، چې طالبان به يې په غبرگون کې خپله جگړه لا تونده کړي. څه موده مخکې هم کله چې پلچرخي زندان کې يو شمېر طالب بنديان اعدام شول، طالبانو د څو مرگونو بريدونو په کولو وويل، چې د بنديانو د اعدام انتقام يې واخيست.
د ملي يووالي حکومت د طالبانو پر ضد خپل دريځ په داسې حال کې سخت کړی، چې د طالبانو بريدونه ورځ له بلې زور اخلي او تر ولکې لاندې سيمې يې پراخېږي.