خبرونهسلايډسيمه او نړۍ

شمالي کوریا د هایدروجني‌بم کامیابه تجربه وکړه

د شمالي کوریا چارواکو نن اعلان کړه چې دوی د هایدروجني‌بم کامیابه تجربه تر سره کړه. د شمالي کوریا چارواکو دا کامیابه تجربه یوه ستره ملي لاسته راوړنه وبلله. د هایدروجني‌بم د تجربې له منلو مخکې د شمالي او جنوبي کوریا په سیمو کې د ۵.۱ مگنېچیود په اندازې زلزله حس شوه. د جنوبي کوریا د چاپیریال پیژندنې ادارې د زلزلې د راپور ورکولو پر مهال زیاته کړه چې گوندې شمالي کوریا اتومي تجربه کړې وي.

د هایدروجني‌بم له تجربې سره د سيمې هېوادونو کلک غبرگونونه ښکاره کړي. جنوبي کوریا د کابینې بيړنۍ غونډه راوبلله چې د دې خطر په اړه له نړیوالو سره اړیکې ونیسي. جاپان د شمالي کوریا دغه کړنه د سیمې د هېوادونو د حاکمیت لپاره گواښ وباله. شمالي کوریا دا مني چې اوسمهال دوی د یوې سترې اتومي وسلې لرونکي دي. دوی د تجربې له خبر سره یوځای خپلو شاوخوا گاونډیانو ته ډاډ ورکړ چې شمالي کوریا به له اټومي‌بم څخه تر هغې گټه نه پورته چې د دوی خپلواکۍ ته څوک زیان ونه رسوي.

امریکایان وایي چې د هایدروجني‌بم د کامیابۍ تجربه به څو ورځې وروسته ښکاره شي. د بم له کارونې وروسته ژر يې نتیجه نه ښکاري. له ۲۰۰۶ راهیسې دا څلورم وار دی چې شمالي کوریا د اتومي بمونو تجربې ترسره کوي. شمالي کوریا په خپلو درېو تېرو تجربو کې د پلوتونومي بمونو تجربې کړې دي. د راپورونو له مخې فزیک پوهان‌ او کیمیاپوهان په دې نظر دي چې هایدروجني‌بم له پلوتونومي بمونو څخه ډېر زورور او خطرناک دی.

کوریا له دويمې نړیوالې جگړې وروسته ووېشل شوه. شمالي کوریا له روسانو او جنوبي کوریا له امریکایانو سره ملگرتیا لرله. شمالي کوریا تر دې دمه تړلی اقتصادې سیستم لري. له امریکا، چین، هند څخه وروسته د نړۍ څلورم پوځي ځواک لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button