خبرونه
د لاهور په چاودنه کې د مړو شمېر له ۷۰ واوښت

د پاکستان د لاهور ایالت د روغتیا د برخې مسوولینو خبر ورکړی چې د گلشن اقبال د چاودنې د مړو شمېر له اوویاو واوښت او د نورو ټپیانو روغتیايي حالت هم د اندېښنې وړ دی.
لاهور کې مسیحيانو د خپل اختر لمانځو لپاره د گلشن اقبال تفریحي پارک میله کړې وه او گڼ ښځو او ماشومانو دې مېلې کې برخه اخیستې وه چې چاودنه وشوه او د پېښې ډېری قربانیان هم ښځې او ماشومان دي.
راپورنه وايي چې چاودنه ځانمرګی برید وو چې لسو کیلو چاودېدونکو موادو ته یې چاودنه ورکړې وه. د دې چاودنې پړه جماعت الاحرار ډلې په غاړه اخیستې دی.