خبرونه
کابل: پر طلوع د برید په تور اته کسه نیول شوي
د افغانستان ملي امنیت ادارې ادعا کړې چې د طلوع تلویزیون پر کارکونکو یې د برید په تور اته کسه نیولي.
تیره چهارشنبه د سلواغۍ په ۳۰مه د کابل پر دارالامان واټ د طلوع تلویزوین د کارکوونکو پر موټر ځانمرګی برید ترسره شو.
د برید مسوولیت وسلهوالو طالبانو پر غاړه واخیست. طالبانو د کندوز جګړې پر مهال طلوع او یک ټلویزیونونه د خپلو «مشروعو اهدافو» په نوملړ کې شامل کړل.
ملي امنیت په خبرپاڼه کې لیکلي، چې اته کسه یې په دې تور نن د کابل په باګرامۍ ولسوالۍ کې نیولي. ملي امنیت ادعا کوي چې دغو کسانو د چهارشنبه ورځې برید کې لاس درلود.
وسلهوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.