تهران: د شیعه عالم د اعدام په غبرگون د سعودي سفارت سوځول شوی
د ایران په پلازمېنه تهران کې پارېدلو لاريونوالو د سعودي عربستان سفارت ته اور ورته کړی. ایراني رسنۍ وايي چې لاریونوالو په سعودي کې د شیعه دیني عالم، شیخ نمر النمر اعدام پارولي. ایراني لاریونوال تېره شپه په تهران کې د سعودي سفارت ته ننوتي او د سفارت اسناد یې له بامه راغورځولي.
ایرنا، د ایران دولتي خبري اژانس وايي چې پولیس توانېدلي چې د سفارت له ودانۍ لاریونوال لرې کړي او «نظم واکمن وکړي». همداراز ایرنا د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي له قوله لیکي چې دا خبرونه د «تایید وړ نه دي» چې گواکې له سعودي څخه دې د ایران سفیر شړل شوی وي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د شیخ نمر د اعدام په تړاو په تهران کې د سعودي د دیپلوماتیک ماموریت مرستیال احضار کړی. ایران سعودي ته د شیعه دیني عالم د اعدام په تړاو خپل احتجاج رسولی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي چې سعودي په سیمه کې د ترهگرۍ د خپرولو عامل دی. د ده په خبره، سعودي په دې اعدام سره «ستراتيژيکه غلطي» وکړه.
ایران د نمر د اعدام په تړاو په لومړني غبرگون کې ویلي و چې سعودي به یې «لوړه بیه پرې کړې».
شیخ نمر النمر د جمعي په ورځ او پاتې نور ۴۶ کسان د شنبي په ورځ اعدام شول.
ایران او سعودي په سیمه کې له ۱۹۷۹ راهیسې له یوه بل سره په رقابت اخته دي چې «سړه جگړه» بلل کېږي.