ایران: سږکال ښايي خپلو وګړو ته د حج اجازه ورنکړو
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي چې که چېرته سعودي د حاجيانو امنيت ونه ساتي، ښايي سږ کال ايرانيانو ته د حج اجازه ورنکړي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند، حسین جابري انصاري د سې شنبې پر ماښام په يوه خبري ناسته کې دغه څرګندونې وکړې. هغه وويل چې حج يوه فريضه ده، مګر سعودي بايد د حج زمينه هم برابره کړي. جابري زياته کړې چې د سعودي خبرې له عمل سره سمون نه خوري.
جابري انصاري ويلي چې سعودي عربستان بايد د حج د مناسکو پر مهال ښه مېلمه پالنه وکړي. هغه دغه راز وويل چې په حرم کې د جرثقيل لوېدل يوه ترخه پېښه وه او له همدې امله ايران خپل وګړي په سعودي کې له عمرې هم ستانه کړل. جابري ويلي چې که چېرته د حج پر مهال هم له امنيت څخه ډاډه نه شوو، ايراني وګړو ته به د حج اجازه ورنکړو.
تېر کال د حج د مراسمو پر مهال د لسګونو حاجيانو ژوند د ګډوډۍ قرباني شو، خو له بلې خوا ويل کېږي چې ايراني حکومت د ايراني حاجيانو له لارې قصداً غواړي چې د حج مراسم اخلال کړي او له دې ګډوډۍ سياسي استفاده وکړي. ايراني حاجيان د حج د مراسمو پر مهال له يوه بل سره لاس نيولي ګرځي، چې د دې له امله ډېرې اوږدې ليکې جوړېږي او نور حاجيان له ګواښ سره مخ کوي. د دغه ډول تحرک له امله ښايي ځينې کسان خپل ژوند هم له لاسه ورکړي.