خبرونهسيمه او نړۍ

سعودي: سترو سوداگريزو کمپنیو د ډونالډ ټرامپ مالونه تحریم کړل

د جمهوریت غوښتونکو مخکښ کاندید ډونالډ ټرامپ د کلفورنیا په رواني روغتون له بریده وروسته د امریکا له حکومته غوښتنه وکړه، چې امريکا ته د مسلمانانو پر سفر بنديز ولگوي، څو د خلکو استازي په دې پوه شي، چې ستونزه چېرته ده.
د ټرامپ له دې څرگندونو سره د امریکا دننه او بهر د ده ډېر مخالفتونه وشول، تر دې چې په ټولنیزو شبکو کې ټرامپ دويم هټلر او یو متعصب انسان وبلل شو. د سپینې ماڼۍ ویاند هم د ټرامپ دغه غوښتنه غیر عاقلانه وبلله.
ټرامپ نړیوال سوداگر دی او په منځني ختیځ کې يې پانگونه کړې.
د سعودي درېو سترو سوداگريزو شرکتونو هر یو هوم سنتر، سیتي مکس، او جیریر کتابپلورنځي د ټرامپ ټول تولیدات تحریم کړل. له دې شرکتونو د ډېسمبر په نهمه پر ټويټر‌پاڼه پوښتنه شوې وه، چې د ټرامپ د تولیداتو په اړه څه نظر لري؟ دوی د پوښتني په ځواب کې د ټرامپ د ټولو تولیداتو پېرودل تحریم کړل. همدا رنگه ټرامپ په ابوظبۍ او دوبۍ کې سوداگريز مرکزونه لري تر دې دمه دوی په دې اړه کوم تصمیم نه دی نیولی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button