
د کندز ولایتي شورا غړو او د کندز خلکو دا وېره څرگنده کړې چې ښايي دا ولایت بیا ډېر ژر د طالبانو لاسته پرېوزي. دوی په حکومت باندې تور پورې کوي چې د کندز د ساتلو لپاره یې د پام وړ امنیتي تدابیر نه دي نیولي.
د کندز د ولایتي شوار مشر محمد یوسف ایوبي رسنیو ته ویلي چې ورځ تر بل د کندز ولایت امنیت خرابېږي او حکومت امنتي تدابیرو ته پاملرنه نه کوي. ایوبي زیاته کړه چې تر دې مخکې د کندز ولایت ۷۰٪ خاوره له طالبانو سره وه خو اوس دغه سلنه لوړه شوې ده.
د کندز ځايي اوسېدونکي وايي چې د کندز ولایت مرکز او نورې ادارې له حکومت سره دي او نوره ټوله سیمه له طالبانو سره دی. د ځايي اوسېدونکو په وینا د کندز ۹۰٪ خاوره له طالبانو سره دی.