روانې چارېسلايډ

معامله ګر سياستونه

اکرام الدين واصل
له تېرو درېوو ورځو راهيسې د ملا منصور د وژلو اوازې ګرمې شوي. دی يا وژل شوی يا ژوندی دی، معلومه به شي، خو زه بله خبره کوم. د نړۍ تعامل دومره بريد ته مخ په ځوړ تللی چې هغه د شرم کارونه ډېر په فخر او سر لوړۍ تعبيريږي. د سولې اړوند څلور اړخيزې ناستې ټولو ته معلومې وې. د دې ناستو په اړه چې پاکستان ته ټولې نړۍ کومه طمع درلوده، دا هم ټولو ته معلومه وه او کله چې پاکستان خپله وظيفه کې پاتې راغی، دا هم ټولو ته روښانه شوه. وروستۍ ناسته کې د اشرف غني موقف دا راووت چې پاکستان بايد کړې ژمنې عملي کړي.
ښکاره خبره وه چې په ناستو کې د خبرو اترو وراخوا دوهم صورت د جګړې او عملياتو و. که څه هم پاکستان داسې عملياتو ته تيار نه و چې کلي په کلي کوڅه په کوڅه طالبان ونيسي او اشرف غني ته يې وروسپاري مګر دا دی داسې معاملې صورت ونيو چې پاکستان خپلې ژمنې ته وفاداري وښوده.
پاکستان به شونې وې دې مسئله کې لاسونه ووينځي چې دوی بيخي خبر نه دي خو جان کيري روښانه کړه چې له بريده وړاندې موږ افغان او پاکستاني جهتونه خبر کړي ول. دلته خبره له دې ژوره ده چې امريکا دا جهتونه خبر کړي دي. هو اشرف غني به يې خبر کړی وي خو د پاکستان رول تر دې ډېر بريښي. پاکستان به دې موضوع کې ډېر کوښښ کړی وي چې د ناستو جريان کې اخيستل شوي امتيازات ځان ته حلال کړي. دا دی يو ثبوت يې نړۍ او افغانستان ته ورکړ.
موږ که څه هم د سولې په اړه ډېره لېوالتيا ښيو خو داسې سوله نه غواړ چې په وينو راځي. دلته بايد زه يوه خبره روښانه کړم. پرون اوباما وويل چې ملا منصور مو ځکه په نښه کړ چې د سولې مخ کې خنډ و. چا ونه پوښته چې ستا او د هغه څه توپير دی؟ هغه ستا د سولې ځواب په جګړه درکړ او تا د سولې هڅه د هغه په قتل وکړه؟
دوی څه وايي چې يوازې ملا منصور د سولې پروسې مخالف و؟ چې دی ووژل شي نو سوله به راشي. که نه ملا منصور د خپلې ټولې ډلې د دريځ عملي کوونکی دی؟ ده پسې بل هم همدا موقف نيسي بل هم بل هم. خبره په دې نه تماميږي چې ويې وژنه بلکې سولې ته سمه زمينه سازي په کار ده او د سولې لپاره سم چاپېريال په کار دی.
دلته يوه بله خبره روښانول غواړي. د سولې د روان جريان مخالفت يوه خبره ده او د سولې مخالفت بله خبره ده. زموږ سياسي تعبيرونو او عن مطبوعاتي تعبيرونو کې لفاظيو هم د خلکو ذهنيتونو کې خرابی راوستی. هر چا که د سولې پروسه مطالعه کړي وي او رښتيا وايي نو دا به وايي چې طالب د سولې د روان جريان مخالف دی، ځکه هيڅ څوک لېونی نه دی چې د سولې مخالفت وکړي، که څه هم سوله نه کوي.
مثال يې وايم. واقعيت دا دی چې امريکا سوله نه غواړي. تر هغې چې مخالف لوری تسليم نه شي، د سولې په نوم څه نه شته خو وګورئ چې امريکا د ملا منصور وژنه د سولې لپاره يو ګام وباله. کوم عاقل به دا ومني چې وژل د سولې لور ته پرته لار ده؟ خو د دې لپاره چې خپل کار توجيه کړي او عامه ذهنيت همداسې ويده وساتي، عن مرګ د سولې کار ګڼي.
د څلور اړخيزو ناستو په اړه د پاکستان رول يو څه پاتې راغی خو دا دی دوه ورځې مخکې يې د خپل فعاليت او نړېوالې ټولنې ته د وفادارۍ ثبوت ورکړ. يو خو د نړۍ پراګماتيک سياستونه دي او يو د يو قوم تاريخي او کلتوري کردار دی. زه خپله پاکستانيانو ته په دې اړه ډېر حيران يم. دوی سره له دې چې د پاکستان له جوړېدو راهيسې داسې نړوونکې جګړې نه دي ليدلي لکه زموږ. سوله کې واوسېدل، علم او عرفان په کې ښه وده کړې. بيا هم دا قوم د يوه ويده او بې ثقافته ولس په توګه په څومره بېغيرتيو چوپ دی.
دې ولس په روانه لوبه کې د خپل حکومت پرېوتی کرادار بيخي ونه سنجولی شو چې څنګه دا حکومت د يوه ولس تاريخي شناخت چيلنج کوي. د پرديو لپاره يې هره نادوده وکړه. خپلې ښځې يې امريکا ته وسپارلې. خپلې ښځې يې بې کوره او بې دره کړې. خپله خاوره يې د د لاهور د رنډيو په څېر وکاروله.
زه پر سياسي مېز دومره ګنجايشونو ته حيران يم. له دې وروسته پاکستان څنګه انکار کولای شي چې طالب د ده خاوره کې نه شته يا يې لاسرسی ورته نه کيږي؟ که د طالبانو مشر د دوی په خاوره کې وژل کيږي هيڅکله د دوی د همکارۍ پرته نه شي کېدای. حيرانتيا دا ده چې دومره واقعيتونو سره سره دا خلک څه ډول سره مخامخ کيني؟ دا چې پر سياستونو معامله ګري سپره ده، هغه اصل انساني رنګ په کې ورک شوی، هر ځای، هر ډول او هر څه ممکن دي. دا چې موږ سياست کې هم انساني رنګ پسې ګرځو سوال دا پيدا شي چې په دومره معامله ګر سياست د سولې خبره رښتيا ده؟ که دا د وضعيت ژبه وي چې يا به مې خبره ومنې او يا به وژل کېږې دا د سولې خبره ده؟ تر هغې چې سياستونه انساني نه شي او له معامله ګريو بهر نه شي سوله به په سترګو هم ونه وينو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button