اسیایي پراختیايي بانک له افغانستان سره ۲۷۵ میلیونه ډالر مرسته کوي
اسیايي پراختیايي بانک د افغانستان د انرژۍ له زیربنا سره ۲۷۵ میلیونه ډالر مرسته کوي. د مرستې دغه هوکړه د افغانستان له لورې د ماليې وزیر اکلیل حکیمي او افغانستان ته د اسیايي بانک استازي توماس پانیلا ترمنځ لاسلیک شوه. دغه مرسته د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د انرژۍ په برخه کې لګول کېږي.
د ډسمبر په ۴مه د اسیایي بانک لوړ پوړو مامورینو تایید کړې چې له افغانستان سره به ۱.۲ میلیارده ډالره مرسته کوي چې د دې مرستې له لاري افغانستان د خپلې اړتیا وړ انرژۍ ته لاسرسی پیدا کړي او په دې برخه کې اصلاحات رامنځته کړي. دغه مرستې به په څو پړاوونو سره افغانستان ته ورکړل شي، چې یوازې د ۲۰۱۵ تر پایه به ۲۷۵ میلیونه ډالر افغانستان ته ورکول کیږي په دغو پیسو د شبرغان، اندخوی او دشت الوان سيمو کې د بريښنا لینونه سره نښلوي او د مرستې پاتې برخه به وروسته ورکړي.
تمه کیږي چې دغه مرستې تر ۲۰۲۵ پوري ټولې افغانستان ته ورکړل شي. د دې پیسو په مرسته به د افغانستان نورو سیمو ته هم بريښنا ورسوي. د دې تر څنگ له دغو مرستو به د ټاپي په پروژه کې استفاده وشي تر څو د افغانستان په ځینو سيمو کې د گازو اسانتیا ته هم خلک لاسرسی پیدا کړي.