پرون د پنجشنبې په ورځ د ولسي جرگې غړو، د لوړو زدهکړو وزارت چارواکو او د ننگرهار ولایت مسوولینو له لورې په ننگرهار کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د ننګرهار والي گلاب منگل دا یوه ستره لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه چې دا نه یوازې د ننګرهار د خلکو له پاره بلکې د افغانستان او حتې د سیمې د اوسېدونکو له پاره یوه ستره لاسته راوړنه ده. ګلاب منګل ژمنه وکړه چې امنیتي تدابیر او پرمختیايي چارې به تر خپل نظارت لاندې وساتي.
د لوړو زده کړو وزارت وزیرې اغلې فریدې مومند همداراز وویل چې اوسمهال د دې پوهنتون د احاطې له پاره یې ۳۷ ملیونه افغانۍ ځانگړې کړي او په راتلونکي کې د پوهنتون د نورو چارو د پرمختیا له پاره به یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي او له هغې لارې به د اسلامي هېوادونو له چارواکو څخه د مالي ملاتړ غوښتنه وکړي. مومندې دغه راز زیاته کړه چې د پوهنتون ټولې چارې به په راتلونکي پنځلسو کلونو کې تر سره شي.
تر دې مهاله د نړیوال اسلامي پوهنتون تر نامه لاندې دوه پوهنتونه په افریقا او درې نور د اسیا په مالیزیا، اسلام اباد او بنگلدیش کې جوړ شوي چې د ننگرهار نړیوال اسلامي پوهنتون به په نړۍ کې شپږم نړیوال پوهنتون شي. د دې پوهنتون د ودانۍ له پاره د کوټ او بټي کوټ تر منځ سیمې کې شاوخوا زره جریبه ځمکه ځانگړې کړې ده. اوسمهال د دې سیمې امنیت ښه نه دی خو د سیمې خلکو او د ننگرهار ولایت چارواکو ژمنه کړې چې امنیت به یې ساتي.
فریدې مومند دغه راز وویل چې د دې پوهنتون په جوړېدو به د سیمې او نورې نړۍ اوسېدونکي ننگرهار ته د لوړو زدهکړو د تر لاسه کولو له پاره ورځي. د مومندې په وینا د پوهنتون له جوړېدو سره به لس زره محصلینو ته داخله ورکړي.