د سیاسي بندیانو اعدام؛ د داکټر غني تاریخي اشتباه!

نصیر ویاړ – لیکوال او شناند
ډاکټر غنی نن داسي یو تاریخي اشتباه کړي چې دا اشتباه نه جبرانېدونکې او د مخالفې ډلې لخوا نه هيرېدونکي مسئله ده.طالب تر دې هم د خپلو لېکو د تقویت په هکله فکر کوې او غواړي خپل دښمن سره مقابله وکړي. ډاکټر غني نن په قطعي ډول له طالب سره علني دښمنۍ اعلان کړه. او د حکومت د سولې په کاذبې پروسي د بطلان خط ورکش کړ.
په دې مفهوم چې سوله نشته، حکومت په سوله باور نلري، د حکومت جنګې تګلاره د افغان وژنې په پروسې بناء شوي،او افغان ژنوسائيد به همداسي ادامه لري…
هغه هیوادونه چې په سیاسي کړکېچ کې سره راګیر وې،سیاسي لیډرشپ ته په کارده چې په خپلو پریکړو کې له سیاسي تعقل څخه کار واخلئ.د طالب او یا د نورو هغه جنګي اسیرانو اعدامول په داسي نازکو او حساسو شرایطو کې نه یوازي چې عقلاني توجیه نلري؛ بلکه هیواد نور هم د کړکېچ کندۍ ته ورغورځوي.
هر هغه سیاسي پریکړه چي بنسټ يي احساسات، او غیر عقلانیت وي حکومتونه د زوال خوا ته بیایي، ولي ډاکټر صیب غني په احساساتو او غیر عقلانیت سیاسي پریکړې کوي ؟
د طالب په وژلو او اعدامولو سولې ته د لاس رسۍ لپاره لاره نوره هم پیچلۍ کیږي، او یو ډول سیاسي اصطکاک منځ ته راځي. په دې بهیر کې دوه متخاصمې ډلې چي حکومت او طالب وې، د دوې ترمنځ د اصطکاک تزئید ددې لامل ګرځي چي، سوله یوه تخیلي او آرماني انځور وي، او حکومت د یو کاذب او کرکجن سیاسي پلتفورم په توګه د عامه اذهانو او متخاصمو ډلو پر وړاندې ظاهر شي. حکومت ته په کار چې له د افغان وژنې له تداوم څخه لاس واخلئ، او د سولې لپاره مخالفو ډلو سره د ډپلوماسۍ مشترکه ژبه بناء کړي. او په دې اساس د سولې لپاره تګلاره او د ټولو اړخونو په توافق او تفاهم سره د سولې استراتیژي جوړه او طالب د یو سیاسی او نظامي جریان په توګه په رسمیت وپیژني، او د ټولنیز عدالت پر بنسټ د واک پر ویش فکر وکړي.
یاره زه خپله له دی حکومت نه سخته کرکه لرم خو له داسی مغرض لیکوالانو نه هم کرکه لرم. تول لیکنه می زکه ونه لوسته چی ز اولو جملو د لوستو وروسته پوه شوم چی لیکنه مغرضانه ده. که چیری د سولی پروسه کاذبه وه نو د بطلان خط چی پری کش شو نه سه وشو؟ خو هسی نه هم کاذبع پروسه ده. تا په خپلو الفاظو خپل لیکنه غلطه ثابته کری.