ولسمشر د وزير اکبر خان مډال حنيف اتمر ته ورکړ
ولسمشر اشرف غني د دولت نورو لوړ پوړو چارواکو ته د مډالونو ورکولو په خوا کې د ملي امنيت مشاور، حنيف اتمر ته هم د وزير اکبر خان مډال ورکړ.
دغه خبر د جمهوري رياست د چارو د ادارې رياست په يوه تازه خپره شوې خبرپاڼه خپور کړی دی. سرچينې ويلي چې ولسمشر لوړ پوړو دولتي چارواکو ته پرون، چهارشنبه د دوی د کړنو د قدردانۍ په موخه دغه مډالونه ورکړي.
سرچينه زياتوي چې ولسمشر دغه راز د دفاع وزارت لوی درستيز، قدم شاه شهيم، د کورنيو چارو وزارت ارشد معين عبدالرحمن رحمن او د ملي امنيت لوی رياست ولايتي مرستيال عبدالمتين بېک ته د زړورتيا دولتي مډالونه ورکړل.
ولسمشر د خپلو خبرو پر مهال د ملي امنيت مشاور، حنيف اتمر مننه وکړه چې د وسله والو ځواکونو په هماهنګۍ کې يې مهم رول لوبولی او دغه راز د دفاعي ځواکونو د ځوکمنتيا له پاره يې سيمه ييزې او نړيوالې مرستې جلبې کړې دي. ولسمشر غني دغه راز د نورو چارواکو د کارونو قدردانی هم وکړ.
دغه راز حنيف اتمر هم د ولسمشر غني مننه وکړه چې پر هغه يې باور کړی او پر دغه مډال يې ارزولی.
د يادونې وړ ده چې مختلف دولتي چارواکي پر ولسمشر نيوکه کوي چې د ملي امنيت مشاور، حنيف اتمر تر اغېزې لاندې دی او له همدې کبله يې هغه ته ډېر واکونه ورکړي دي.