افغانستانسلايډ

د امريکا د بهرنيو چارو وزير کابل ته راځي

ټاکل شوې ده، د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري نن کابل ته راشي. نوموړی به دلته د ملي يووالي حکومت له ولسمشر او اجرايه رييس او امريکايي چارواکو سره وويني.

جان کيري اوسمهال د يوې اونۍ لپاره د منځني ختيځ او اسيايي هيوادونو پر سفر بوخت دی، چې په ترڅ کې به یې نن کابل ته راشي.

د امريکايي رسنيو له راپور سره سم کيري به کابل کې د اتو ساعتو لپاره پاتې شي او هلته به له ولسمشر غني، اجرايه رييس ډاکټر عبد الله او کابل کې مېشتو امريکايي چارواکو سره وويني.

کيري له دې وړاندې د ملي يووالي حکومت د جوړېدو پر مهال کابل ته سفرونه لرلي دي، چې د ياد حکومت په جوړښت کې يې ستر رول لرلی دی.

Related Articles

Back to top button