د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې شربت گله به په مشروط ډول ازاده کړي او د دې قضیې اصلي مجرمین یې هغه کارکوونکي بللي چې د جعلي اسنادو له لارې یې شربت گلې ته پاکستاني تابعیت ورکړی دی. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان رسنیو ته ویلي چې دا قضیه به په خپله له نږدې وڅېړي. نثار زیاته کړې چې د شربت گلې قضیه به په عادلانه ډول وڅېړل شي.
نثار همدارنگه وویل: «د شربت گلې د قضیې له څېړلو او له پاکستان څخه د هغې له وېستلو وروسته به موږ د هغو چارواکو په وړاندې جدي عمل وکړو چې شربت گلې ته یې تابعیت ورکړی او د دې کار اصلي مجرمین هغوی دي نه شربت گله». اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال هم ژمنه کړې چې د شربت گلې په خلاصون کې به کوښښ وکړي او له ولسمشر څخه به غوښتنه وکړي چې شربت گلې ته په هېواد کې د اوسېدو اسانتیا برابره کړي.
د تېرې پنجشنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا محکمې شربت گلې ته د جعلي اسنادو اخیستلو په جرم د څوارلس ورځو بند سزا ورکړه. شربت گله د تېرې سېشنبې په ورځ د پېښور په ناصر باغ سیمه کې د پولیسو له لورې ونیول شوه.
شربت گله په ۱۹۸۴ز کال کې پاکستان ته کډواله شوې وه او په ناصر باغ پنډغالي کې يې له خپلې کورنۍ سره ژوند کاوه. په همدې کال کې د نیشنل جیوگرافک انځورگر د شربت گلې یو انځور وېستی وو چې په ۱۹۸۵ز کال د همدې مجلې په پښتۍ کې یې انځور خپور شو او نړیوال شهرت یې تر لاسه کړ.