افغانستان

افراسیاب خټک: له حکمتیار سره سوله یوازې سمبولیک ارزښت لري

 افراسیاب خټک د عوامي نیشنل گوند مشر غړی د افغان حکومت او حکمتیار تر منځ د سولې په اړه وايي چې دا یوازې سمبولیک ارزښت لري او نورو وسله والو ډلو ته یوه بېلگه جوړېدای شي. خټک دغه څرگندونې لندن کې له بي‌بي‌سي پښتو سره کړې دي.

خټک په دې باور دی چې د حکمتیار او افغان حکومت تر منځ سوله کې پاکستان رول لوبولی دی. دی وايي چې انجنير حکمتیار له اوږدې مودې راهیسې پاکستان کې پاتې شوی دی او د دې هېواد نفوذ پرې شته دی. خټک زیاتوي چې له حکمتیار سره سوله ښه کار شوی دی.

خټک پاکستان د افغانستان د اوږدې جگړې او گډوډۍ په غځولو تورنوي او زیاتوي چې تر دې دمه پاکستان په افغانستان کې د تلپاتې سولې په راوړو کې ژمن نه دی. په ۲۰۱۵ز کال کې چې ولسمشر اشرف غني له پاکستان سره د سولې خبرې تحریم کړې، نو د عوامي نیشنل گوند مشرانو کابل ته سفر وکړ او له اشرف غني څخه یې غوښتنه وکړه چې د سولې خبرې یو وار بیا پیل کړي.

خو کابل کې له درنو چاودنو وروسته اشرف غني یو ځل بیا د سولې خبرې تحریم کړې او خټک دا ځل پاکستان پړ وباله چې له افغانستان سره یې د سولې په راوستو کې مرسته ونه کړه. افراسیاب خټک همدا راز زیاته کړه چې داعش او نور اورپکي رامنځته کول د سیمې د هېوادونو د استخباراتو کار دی او دوی یې تمویلوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button