تاسو به ډېر کله له داسې خلکو سره مخ شوي وئ چې په خوب کې خبرې کوي او خپل شاوخوا ملگري له خوب څخه وباسي. څه فکر کوئ چې په خوب کې د خبرو کولو لامل څه دی؟ ولې انسانان په خوب کې خبرې کوي؟ د فاکس نیوز د راپور له مخې لاندې لامونه دي چې انسانان یې له امله د شپې په خوب کې خبرې کوي، خو د ماشومانو او نارينه مشرانو لپاره په خوب کې خبرې کول یو طبیعي کار دی.
لاندې د خبرو کولو اصلي لاملونه دي:
- تشویش؛
- د خوب لږوالی؛
- تبه؛
- د نیشهيي توکو کارول.
د کارپوهانو له نظره پورته یاد شوي عوامل په خوب کې د خبرو کولو مهم لاملونه دي. ځینې وخت نور عوامل هم کولای شي چې په دې برخه کې رول ولوبوي، لکه د خوشحالۍ او خوښۍ یا د خفگان حالت چې انسان په کې ذهنا ارامه نه وي او یا په ژوند کې د نوو څېزونو سره مخ کېدل چې په خوب کې د خبرو لامل کېږي.
پوهان په دې باور دي چې دا ناروغي له درملنې وروسته له منځه تلای شي او په اړه یې باید له ډاکټر سره اړیکه ونیول شي.