روغتيا

نری رنځ هره ورځ پينځه زره کسان وژني

د روغتيا نړيوال سازمان خبر ورکوي، چې نری رنځ يا توبرکلوز په نړۍ کې هره ورځ په اوسط ډول پينځه زره کسان وژني. دغه سازمان وايي، چې هر کال د نري رنځ له کبله د وژل شويو انسانانو شمېر يو اعشاريه اته مليونه کېږي.

دې سازمان زياته کړې ده، چې دا مهال څلور مليونه کسان داسې دي، چې په نري رانځ اخته دي، خو د درملنې لپاره يې هيڅ نه کېږي.

د نري رنځ په چارو کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ډاکټر اريک گوسبي څرگنده کړې ده، چې نری رنځ يوه ساري ناروغي ده او د هوا له لارې له يوه څخه بل انسان ته خپرېږي. هغه وايي، د دې رنځ د خپرېدو بله لار نه شته، خو کله چې يو څوک پرې اخته وي او وټوخېږي، تر څنگ يې نورو انسانانو ته هم دغه ناروغي ورځي.

نوموړی زياتوي: «کله چې انسان په دې ناروغۍ اخته شي، لومړيو اوونيو کې ډېر ټوخېږي، وروسته تبې او د شپې له خوا خوله کوي او بيا خپل وزن له لاسه ورکوي.»

خو دغه ډاکټر وايي، سره له دې چې ياده ناروغي وژونکې ده، درملنه يې شونې ده.

د روغتيا د نړيوال سازمان له دې راپور سره سم د نويو وايروسونو رامنځته کېدو د خلکو او حکومتونو پام بل لور ته اړولی او نری رنځ يې ترې هېر کړی، چې دا د اندېښنې وړ خبره ده.

ډاکټر گوسبي وايي، همدا لامل دی، چې نری رنځ د پرمختگ په حال کې دی او نږدې يوازينۍ هغه ناروغي بلل کېږي، چې نړۍ کې په ډېر شمېر کې خلک وژني.

هند، چين، پاکستان، اندونيزيا، نايجريا او جنوبي افريقا هغه هېوادونه دي، چې تر ټولو ډېر خلک په کې پر دغه رنځ اخته دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button