غواړئ د اسګارډيا دولت تابعيت واخلئ؟ نوم ليکنه روانه ده
کیدای شي چې دغه خبره یوه ساینسي افسانه وبريښي، خو د ساينسپوهانو او څېړونکو نړيوالې ډلې پلانونو پایله کې به ژر فضايي هېواد په حقیقت بدل شي.
د متخصصینو ګروپ پام کې لري چې راتلونکی کال د سپوږمکۍ په لېږدلو سره په فضا کې خپلواک دولت جوړ کړي او په «اسګارډیا» به و نومولی شي.
هغه کسان چې د یاد هېواد تابعیت اخېستو ته تابیا لري، کولای شي د اسګاردیا پروژې په ویبپاڼه کې نوم ليکنه وکړي. یوازې لومړي سل زره کسان به د یاد دولت د تابعیت چانس ولري.
ددې پروژې موخه په فضا کې د ملکیت او ملیت پالنې نوې چاپېريال برابرول دي.
دغه څرګندونې د دکتور ایګور اشور بيلي ډلګۍ چې د نړيوال فضايي څېړنو موسس دی ، په پارېس کې یوه خبري کانفرانس ته وکړې.
د څېړونکو په وينا د سګاردیا دولت جوړونې تر شا د دنيايي ګواښونو څخه د نړۍ بچول او په فضا کې سولې ته وده ورکول دي. د دغو ګواښونو له جملې څخه د شمسي توهجاتو او کوکبونو ترمنځ ټکر دی. اټکل کیږي چې ياده پروژه کې به، د انسان په لاس جوړ شوي ۲۰ زره فضائي جسمونو پلټنه کېږي. چې له دې جملې څخه زاړه فضايې مرکبات، راکټونه او هغه نور مرکبات چې د څېړنې په ورستۍ پړاو کې د ځمکې مدارنو سره نږدې دي.
په دې سره به په فضا کې د طبیعي جسمونو خطرونه او د ځمکې سيارې ته متوجه ګواښونه کم شي. د مثال په ډول، نېزک (Chelyabinsk) چې په ۲۰۱۳ کال کې د روسيې له یوه لوی ښار سره په ټکر شو، ۱۱۰۰ کسه او ۴ زره ودانۍ يې وېجاړې کړې.
په دې برخه کې دکتور اېګور وايي: « د اسګاردیا دولت به يو خپلواک ملت او په راتلونکي کې به د ملګرو ملتونو سازمان غړی وي. د دغې پروژې اصلي موخه په فضا کې د سولې راوستل او د ځمکنيو شخړو او لانجو خارجي فضا ته لېږد منع کول دي».
ټاکل شوې ده چې د اسګاردیا دولت سپوږمکۍ به په ۲۰۱۷ کال کې د ځمکې نېږدې مدار ته ولېږدول شي. پوهان هيله لري چې ياده پروژه به د سپوږمکۍ له لېږد څخه وروسته ډېره پر مخ ولاړه شي.
د ټکساس ايالت هیوسټن ښار په رایس پوهنتون کې د رایس فضايي انسټېټیوت مدير، پروفیسر ډیویډ الیکساندر وايي: « د اسګاردیا دولت دنده په فضا کې پراخو پلټنو لپاره فرصتونه برابروي او همدار راز د ټول انسانیت په ګټه د علمي څېړنو ارمانونه سرته رسوي.