فاير فاکس ته مو چټکتيا وبښئ
هغه ملګري چي Firefox Browser کاروي لاسونه دي پورته کړي. د Firefox browser د تېز او چابک کارکولو لپآره دغه درې اسانه لاري تعقیب کړئ کمپیوټر او انټرنیټ ته به مو حیران سئ.
لومړئ: د pipeline طریقه!
په کمپیوټر کښي مو Firefox خلاص کړئ او د لینک په خانه (Link bar) کښي about.config ولیکئ او د enter تڼۍ ووهی. ورپسې به پر i’ll be careful, i promise باندي کلیک وکړئ. هلته به په Search box کښي pipelining ولیکئ او ورپسې به network.http.pipelining پیدا کړئ، له اصله پر False ولاړ وي تاسو به ډبل کلیک ورباندي وکړئ او true ته به یې واړوئ. په همدغه خانه کي به network.http.pipelining.maxrequests پیدا کړئ چي پر 32 bits ولاړ وي تاسي به د 32 پر ځای 8 ولیکئ. اوس Firefox له سره چالان کړئ او بیا یې وګورئ.
دوهمه طریقه: د Firefox د خپلو نښتو برخو (Extensions) په طریقه!
دلته درې مهم Extensions دي چي د Firefox سرعت پنځلس سلنه زیاتوي.
لومړئ:
فاسټر فوکس (Fasterfox)! د دغه ایکسټینش په زور سره د بروزر سرعت پنځلس سلنه زیاتیږي. کولای سئ له دغه لینک https://addons.mozilla.org/…/firefox/addon/rsccmanfasterfox/ څخه یې ډاونلوډ کړئ.
دوهم:
سپیډي فوکس (Speedyfox): د دغه ایکسټینش په زور سره د بروزر سرعت پنځلس سلنه زیاتیږي. کولای سئ له دغه لینک http://www.crystalidea.com/speedyfox څخه یې ډاونلوډ کړئ.
دریم:
بېټر فکس (Betterfox) د دغه ایکسټینش په زور سره د بروزر سرعت پنځلس سلنه زیاتیږي. کولای سئ له دغه لینک https://addons.mozilla.org/En-us/firefox/addon/betterfox/ څخه ډاونلوډ کړئ.
دریم طریقه: درې ساده کارونه دي چي د بروزر په سرعت کښي مرسته درسره کولای سي.
لومړئ: همېشه مو د بروزر تاریخچه صفا کوئ.
دوهم: بې ځایه ټولبارونه مو پر بروزر مه پرېږدئ.
دریمه: د فایرفاکس Automatic Update بند کړئ.
یوه خبره لا دا چي Proxy Servers مه کاروئ.
په درنښت!
ستاسي ورور محمود فهیم