ټکنالوجيسيمه او نړۍ

داعش د فېسبوک او ټويټر مشران په مرگ وگواښل

داعش ډلې د خپلو گواښونو او بريدونو په لړ کې دا ځل د دوو مشهورو ټولنيزو شبکو فېسبوک او ټويټر مشران په مرگ وگواښل.

داعش ډلې پورې تړلې د خليفه زامنو په نوم هېکرانو تېره ورځ داسې يوه ويډيو خپره کړې، چې په کې د فېسبوک مشر مارک زوکربرگ او ټويټر مشر جک دورسي ته يې د مرگ گواښونه کړي دي.

ويډيو کې يو تن د فېسبوک او ټويټر مشرانو انځورونه په ډزو ولي او په دغه ويډيو کې د هغو اکاونټونو په اړه هم معلومات ورکړل شوي، چې د داعش هيکرانو ډلې له لوري بند شوي دي.

دغو هېکرانو ادعا کړې، چې تر اوسه يې له لس زرو زيات د فېسبوک او پنځو زرو پورې د ټويټر حسابونه هېک کړي دي.

داعش ډله په داسې حال کې دا گواښونه کوي، چې څه موده وړاندې د فيسبوک او ټويټر ادراو داعش ډلې اړوند لسگونو زره حسابونه بند کړي وو او ويلي و، چې دلته د ترهگرو ځای نه شته.

د ويډيو خپروونکو د فېسبوک او ټويټر ادارو تر څنگ غربي هېوادونو ته گواښ کړی، چې تاسې خو زموږ د اکاونټونو د بندولو واک لرئ، مگر هر وخت، چې تاسې زموږ يو اکاونټ بندوئ، موږ به ستاسې لسگونو اکاونټونه دربندوو.

د داعش ډلې په خپل په خپره شوې ويډيو کې گواښ کړی، چې تاسې زموږ اکاونټونه بندوئ، موږ به ستاسې لسگونو زره حسابونه دربند کړو او همدا رنگه تاسې به په خپلو ادارو کې دننه ووژنو.

ټويټر ادارې ويلي، چې دلته د ترهگرو لپاره ځای نه شته او اعلان يې کړی، چې يو لک او پنځه ويشت زره هغه حسابونه يې بند کړي، چې داعش ډلې لپاره يې فعاليتونه کول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button