ټکنالوجي

دکوم Processor والا کمپیوټر راونیسو ؟ Intel که AMD ؟

ليکنه:محمود فهیم
کمپیوټر جوړول یوه ډېره پېچلې پروسه ده په خاص ډول هغه وخت چي ته ډېر ماهر نه یې او پوهېږې چي باید ډيري پرزې سره یو ځای کړې تر څو یو کمپیوټر ورڅخه جوړ کړې خو دا چي پرزې ټولي یو ډول کار کوي اما بیه او مشخصات یې فرق کوي نو باید کوم ډول پرزې سره یو ځای کړې؟
خو زموږ خبره د CPU یا Central Processing Unit ده باید کوم ډول CPU انتخاب کړو؟
اوس په مارکېټ کي دوه ډوله CPU سته چي یو یې Intel او بل یې AMD ده او دغه دواړه شرکتونه د ټولي نړۍ کمپیوټرونو ته CPU جوړوي نو تر منځ یې فرق څه دی؟ ولې ځینې خلک Intel CPU او ځیني بیا AMD CPU خوښوي؟
لومړئ به د دوی تر منځ فرقونه تشریح کړو.
د Intel شرکت CPU ډیري قېمته او د AMD د شرکت CPU ډیري ارزانه دي. د AMD د Sempron او Athlon dual-core- Processor بیه له دیرش ډالره څخه تر څلوېښت ډالره پوري ده خو د Intel تر ټولو ارزانه پروسسر Celeron G120 dual-core له پنځه څلوېښت ډالره څخه تر اتیا ډالره پوري بیه لري خو ددې معنا دا نه ده چي AMD ارزانه دی او بازار یې هم ډیر دی نو باید AMD پروسسر رانیول سي. د Intle Processor چي ډیر وړوکی هم وي په یوه ملي ثانیه کي ۱۶ میلیارده عملیې سرته رسولای سي خو د AMD پروسسر د Job Scheduling Algorithm د CPU سره په همږغي کار کوي او هیڅ وظیفه په عین وخت کي CPU ته نه سپاري تر څو چي تر کار لاندي پروسه نه وي خلاصه سوې.
په Intel پروسسر کي ټرانزیسټرونه چي د موقت وخت لپاره د پروسې تاریخچه ساتي ډیر دي او په AMD پروسسر کي کم دي، که تاسي Windows 7 کاروئ او Processor مو AMD وي نو په Task Manager چي د Windows Code چلیږي د RAM اندازه وګورئ څومره مصرف سوې ده او بیا په Intel Processor کي وګورئ چي څومره RAM مو کار سوی دی، حتما به یې تر منځ ددوه ویشت څخه تر څلوېښت پوري فرق کوي. هغه کمپیوټرونه چي ډېر وخت چالان پآته کیږي پروګرامونه یې په CPU ځای نیولی وي که پروسسر یې AMD وي ځیني Drivers یې پخپله ورکیږي تر څو چي مو بېرته له سره چالان یا Restart کړئ نه وي خو Intel CPU بیا داسي نه ده.
خو AMD پروسسر بیا یو داسي خاصیت لري چي Intel CPU یې نه لري هغه د Clock speed دی چي د کمپیوټر ساینس په اصطلاح کي Overclocking وایي، دا یو داسي حالت دی چي ته غواړې کمپیوټر تر عادي حالت تېز کړي او دا کار یوازي په AMD Processor کي کېدای سي، Intel CPU همېشه پر خپل نورمال حالت وي او له اصلي حالته نسي اوښتل کېدای.
د AMD Processor سره د AMD A-Series مرستیال هم دی چي د CPU د Clock Speed یا کلاک سرعت زیاتوي خو Intel بیا په دومره وړو پروسسرونو کي دا خاصیت نه دی ايښئ یوازي د نوي ماډل سیستمونو سره دا خاصیت یو ځای کړئ دی چي د 3.2GHZ څخه د CPU Speed تر 4.5GHZ پوري رسولای سي.
که د Games یا لوبو چلولو لپاره Intel CPU او AMD CPU سره مقایسه کړو نو بیا هم Intel CPU میدان ګټلی دی، د AMD CPU د APUs په نامه پروسسرونه لري او کله چي Game Play یا لوبه کوئ نو APUs پروسسرونه ټول سره یو ځای کیږي او لوبه چلوي خو دا چي د Intel CPU ټرانزیسټرونه زیات دي او ډیر چابک کار کوي نو ځکه تر AMD CPU ښه دي.
نو که تاسي لوی ګېمونه په کمپیوټر کي چلوئ بیا تر AMD CPU تېر سئ.
که د برق له نګاه ورته وګورو د Intel CPU تر AMD CPU په کم برق کار کوي، د مثال په ډول د Intel Pentium G3285 پروسسر په Thermal Design Power باندي جوړ سوی دی او 53 واټه برق غواړي او د AMD Processor A6-7400K چي د Intel CPU له Pentium G3285 پروسسر سره مساوي دی په 65 واټه برق چلیږي له میده اواز سره حرارت هم تولیدوي او که لیپ ټاپ وي نو بیا AMD CPU بېټرۍ ډیر ژر ختموي.
نو که مو کله کمپیوټر رانیولو ته نیت سو د Intel Inside د لوګو والا کمپیوټر رانیسئ.
نور بیا!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button