خبرونهسلايډ

يونسکو: یهود مسجد اقصی سره هېڅ م‍ذهبي تړاو نه لري

د ملګرو ملتونو د تعلیمی، علمي او کلتوري سازمان (یونېسکو) د پنجشنبې په ورځ په يوه غونډه چې د فرانسې پلازمېنه پاريس کې وه، پر دې پرېکړه سلا شول چې، یهود له اقصی جومات او براق دیوال سره هېڅ مذهبي تړاو نه لري.

بلې خوا، د اسرائیلو بهرنیو چارو وزارت وویل چې دغه پرېکړه د دې په خاطر شوې چې «د بیت المقدس سره د یهودو مذهبي تړاو تر پوښتنې لاندې راولي».

۲۴ هېوادونو د دې پرېکړې په تاييد، ۲۶ هېوادونو سپينې رايي، ۶ هېوادونو د مخالفت رایه او ۲ هېوادونه د رایه اچونې وخت کې غیر حاضر ول. دغه پرېکړه ليک د اوو عربي هېوادونو، الجزائر، مصر، لبنان، المغرب، عمان، قطر، او سودان لخوا وړاندې شو.
په پرېکړه ليک کې د مسجد اقصی په هکله له اسرائيلو غوښتنه شوې چې، باید د هغه تاريخي حدودو پورې چې د ۲۰۰۰ کال سپتمبر پورې لرل بېرته ستانه شي، په کوم وخت کې چې د اردن اسلامي اوقافو رياست یې د چارو څارنه کوله.

دغه مسوده کې د اسرائيلو هغه تېري او غير قانوني اقدامات غندل شوي چې له امله يې، د اوقافو عملې ته تکلیف رسېدلی، د مسلمانو د عبادت په ازادۍ او جومات ته د خلکو ورتګ سخت ګرځېدلی.

همدا راز اقصی جومات ته د « د افراطي ښي اسراييلو او اسرائيلي نظامي ځواکونو» په زور او چپاو ننوتل په کلکو ټکو غندي.
په دې تړاو د فلسطین ولسمشر ویاند نبیل ابو ردينه وویل، د یونسکو پرېکړه له ځانه سره دا پیغام لري چې، نړيواله ټولنه د اشغال، بې نظمۍ او بې ثباتۍ سیاست سره موافق نه دي.

ابو ردینه په یوه خبري ناسته کې، دغه پرېکړه اسرائیلو ته یو مهم پیغام وبللو، چې باید اسرائیل اشغال پای ته ورسوي او د فلسطين دولت چې پلازمينه يې شرقي قدس وي، په رسميت سره وپېژني.

اسرائيلو هڅه وکړه چې د دغې پرېکړې مخه ونيسي او یا يې لږ تر لږه لهجه نرمه کړي، خو د لګو غړو هېوادونو د موقف په تغيرولو بريالي شول.

د دوی په نظر یونسکو هڅه کوي چې د «بیت المقدس سره د یهودیت تړاو تر سوال لاندې راولي». ددې سره مل يې یو راپور يې خپور کړ، چې د بیت المقدس سره يې د یهودو تړاو لرغونی ښودلی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button