خبرونه
هرات کې د سیمهیزو پولیسو مشر وژل شوی

د هرات ولایت چارواکو منلې ده چې د دي ولایت د سیمهیزو پولیسو قومندان د سړک د غاړې بم چاودنې له امله وژل شوی دی. عبدالروف احمدي د هرات ولایت د پولیسو ویاند رسنیو ته ویلي چې د سیمهیزو پولیس قومندان د امنیتي څارنې لپاره په لار وو چې موټر یې د سړک د غاړې بم له امله چاودنه وکړه.
د پولیسو د ویاند په وینا قومندان له خپلو ساتونکو سره ټپي شوی وو او وروسته یې روغتون کې ساه ورکړه. احمدي د چاودنې پړه پر کومې ډلې وانه چوله.
افغانستان کې هر کال گڼ امنیتي مشران د سړک د غاړې بم له امله خپل ژوندونه له لاسه ورکوي.