افغانستانسلايډ

طالبانو هلمند کې لسگونه سرتېري نيولي

وسله والو طالبانو د يوې وېډيو په خپرولو ادعا کړې ده، چې هلمند کې يې لسگونه امنيتي سرتېري نيولي دي. دغه وېډيو کې هغه انځورونه ثبت شوي، چې له شلو تر دېرشو کلونو د عمر لسگونه سرتېري په کې ښکاري چې د طالبانو له لوري بنديان شوي دي.

د وېډيو د ثبت دقيقه نېټه معلومه نه ده، خو تېرو ورځو کې گڼ شمېر داسې راپورونه خپاره شول، چې د هلمند جگړه کې لسگونه امنيتي سرتېري وژل شوي، لسگونه نور د طالبانو له لوري بنديان شوي او له سلو ډېر چې اکثر يې د ملي اردو سرتېري دي، تری تم دي.

د هلمند مرکز له اوږدې مودې راهيسې د طالبانو تر بريدونو لاندې دی او هغوی د ښار د ځينو برخو په نيولو هم توانېدلي دي.

چارواکي وايي، د طالبانو د نورو بريدونو په شا تنبولو لپاره له کابله تازه‌دمه سرتېري ور استول شوي دي. دغه راز له پينځو سوو ډېر بهرني ځواکونه هلمند کې مېشت دي، خو د دې ولايت جگړه ورځ له بلې زور اخلي.

بل پلو د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي تېره ورځ ناوخته رسنيو ته په استولي ايميل کې ويلي، چې هلمند لپاره د دوی د والي ملا عبد المنان په امر يې د لښکرگاه ښار د بشران سيمې جگړه کې اته تنه نيولي بنديان د سره صليب ادارې ولایتي مسوولينو ته سپارلي دي.
نوموړي ويلي دي، چې د دغو سرتېرو ټپونه ژور وو او سره صليب ته د درملنې لپاره وسپارل شول. خپله يادې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button