افغانستان
د رشيدانو ولسوالۍ د محکمې رييس وژل شوی

تېره شپه د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند دېوان بېګي سيمه کې د غزني د رشيدانو ولسوالۍ د محکمې رييس قاضي بخت ګل د نامعلومه وسله والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
د کابل امنيتي چارواکو د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې بريدګر د قاضي له وژلو وروسته په تېښته بريالي شوي دي. د پوليسو يوه چارواکی مل پاسوال همايون عيني وايي، چې قاضي په خپل کور کې وژل شوی دی.
د دې پېښې پړه د طالبانو په ګډون کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې خو وسله والو طالبانو وروسته له هغه د عدلي او قضايي ارګانونو پر مسوولينو خپلو بريدونو ته زور ورکړ، چې څه موده وړاندې د ولسمشر غني په پرېکړه څو تنه طالب بنديان اعدام شول او د نورو د اعدامولو وړاندوينه يې هم وکړه.