ولسمشر وايي د ولايتونو ماتې بايد الهي تقدير ونه بلل شي
ولسمشر اشرف غني نن د يوه ويډيويي پيغام له لارې ويلي دي چې د ولايتونو سقوط بايد الهي تقدير ونه بلل شي او دغه کړنو ته بايد غلط عقيدوي تفسيرونه ونه لټول شي.
ولسمشر دغه څرګندونې نن د يوې ويډيو له لارې د کندز د والې د هغو څرګندونو په تړاو وکړې چې هغه د کندز سقوط الهي تقدير بللی و. که څه هم د کندز والي، اسد الله عمرخېل د دغه ولايت د سقوط لاملين هم په ګوته کړي وو، خو په خپلو خبرو کې يې دغه راز ويلي وو چې مرګ د خدای له لورې خلکو ته رسېږي او که څه هم د دغه ولايت اوسېدونکي په وسپنيزو کپسونو کې وي، مړه کېږي به.
تېرو دوو ورځو کې د کندز د والي څرګندونو د رسنيو په سرټکو کې ځای ونيو، له همدې امله ولسمشر په خپلو تازه څرګندونو کې د والي دغه تفسير غلط بللی و او زياته کړې يې ده چې دا د عقيدوي مسايلو ناسم تفسير دی.
تر دې وړاندې ولسمشيزې ماڼۍ هم په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې د کندز والي څرګندونې د خپلو کمزوريو د پټولو له پاره دي او هېڅ دولتي چارواکی حق نه لري چې د قضا و قدر په نامه له خپل مسؤوليت څخه ځان خلاص کړي.