افغانستان
کابل ښار پل محمود خان کې درنه چاودنه وشوه

د کابل ښار دوهمې امنيتي حوزې پل محمود خان سره درنه چاودنه وشوه.
د چاودنې دقيق ځای تر اوسه نه دی په ګوته شوی، مګر يو شمېر چارواکي وايي، چې د چاودنې هدف پل محمود خان سيمه کې د ملي امنيت لسم رياست و.
د کابل امنيتي سرچينې د لومړنيو راپورونو له مخې وايي، چې چاودنه د دفاع وزارت مخته شوې ده.
چاودنه ډېره درنه وه او غږ يې تر څو کيلومتره لرې واورېدل شو.
د چاودنې پړه تر اوسه چا نه ده منلې.