ولسمشر غني په يوه تازه وينا کې څرگنده کړې ده، چې د هېواد بېلا بېلو ولايتونو کې وروستۍ نا امنۍ د غير مسلکي امنيتي چارواکو د گومارنې له کبله دي.
نوموړي وويل: «هلمند، کندوز، روزگان او نورو سيمو کې تېرو دوو کلونو کې غيرمسلکي چارواکي پر پوځي دندو گومارل شوي دي او دا کار دې سيمو کې د نا امنيو سبب شوی دی».
ولسمشر غني دا څرگندونې په داسې حال کې کوي، چې د هلمند، روزگان، کندوز، بغلان، فارياب او فراه په گډون په ډېری ولايتونو کې د طالبانو توند بريدونه دوام لري او امنيتي وضعه ورځ له بلې خرابېږي.
ښاغلي غني وويل، چې وسله والو مخالفينو وغوښتل په خپلو وروستيو بريدونو د وارسا او بروکسل غونډې تر اغېز لاندې راولي.
هغه ټينگار وکړ، چې د هغو کړيو پر ضد به ودرېږي، چې حکومت کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو ضد دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د هلمند جگړې ته د ولسمشر غني له لوري استول شوي اوپراتيفي مسوول عبد الجبار قهرمان وروسته له هغه استعفا ورکړه، چې په وينا يې د جگړې د لاملونو په گوته کولو سره سره يې هيڅ امنيتي چارواکی او ان ولسمشر خبره نه اوري او څوک نه غواړي دغه «جعلي او تجارتي» جگړه ختمه کړي. نوموړي ويلي وو، چې دا جگړه د چارواکو په خوښه روانه ده او دوی د جگړې په لا غځولو خپلو موخو ته ځان رسول غواړي.