روانې چارېسلايډ

ملګري ملتونه او د سولې نړيواله ورځ

ليکنه: شمس رحمانزى – پونه، انډيا
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په نړيواله کچه تاريخ د دو نړيوالو جګړو شاهد دى.
1- لومړۍ نړيواله جګړه (1918- 1914) چې تر ډېره يې د اروپا لويه وچه د جګړې ډګر وو، په ميلونه ځاني او مالي زيانونه يې بشر ته ورسول. دا چې جګړه تر ډېره د غربي او کفري هيوادونو ترمنځ وه، نو کفري نړۍ يې ډېر ژر  د مخنيوي او پاى ته رسيدو په فکر کې شوه. چې په پايله کې يې، په 1920 کې د ملتونو ګډه اتحاديه يا (League of Nations) منځ ته راوړ.
نوموړى ارګان په خپل ورکړل شوي ماموريت کې پاتې راغى، او نړۍ په کال 1939 کې د دويمې نړيوالې جګړې په لور لاړه. دويمې نړيوالې جګړي چې شپږ کاله دوام وکړ له لومړۍ جګړې يې ډېر زيانونه تر شا پرېښودل. کفري او غربي نړۍ بيا د حل او خلاصون په لټه کې شوه. چې دا ځل يې د ملګرو ملتونو (United Nations) اداره په کال (1945)  کې منځ ته راوړه.
ملګرو ملتونو د دويمې نړيوالې جګړې ته د پاى ټکى کيښود. په غربي نړۍ کې جګړه پاى ته ورسيده. ملګرو ملتونو له پيل او بيا تر نن د نړۍ کابو ټول (193) هېوادونه په خپل غړيتوب کې واخېستل. د جګړې پالېسي بدله شوه. کفري او غربي نړۍ له قوي پالېسۍ او تکتيک کار واخېست. ملګلرو ملتونو چې له اول يې واکي د غربي نړۍ په لاس کې ده، اسلامي نړۍ د شيطانت په سختو لومو کې کېښل کړه:
1- سړه جګړه ( Cold War)  د کمونېزم او کمپيټاليزم ترمنځ پيل شوه.
2- جګړه په مکمل ډول له غربي نړۍ د اسيا وچې ته انتقال شوه.
3-  په لويديځه نړۍ کې جګړې يوازې ايډيالوژيکه بڼه خپل کړه. خو په اسلامي نړۍ کې د دين او مذهب تر چتر لاندې راوستله.
له ساړه جنګ ورسته کله چې  پخواي شوري اتحاد د امريکا د کاپيټاليزم او امپرياليزم پر وړاندې ماتې وخوړه نو د ملګرو ملتونو په مشروعيت دويم سوړ جنګ د تروريزم تر نوم لاندې پيل شو. د ملګرو   ملتونو  د تاسيس څخه   او بيا تر نن، ملګري ملتونه په خپل ورسپال شوي ماموريت کې بريالي دي. د غرب هغه پالېسي چې امريکا بايد نړيوال قوت اوسي او پاتې لويديځه نړۍ پرمختللي او ارام وي، ملګرو ملتونو په ښه ډول تمثيل کړ.
را به شو اصلي موضوع ته چې د سولې نړيواله ورځ ده، او ملګرو ملتونو د سولې لپاره او که د جګړې لپاره ډېر کار کړى؟
ملګري ملتونه په سلګونه نړيوالې ورځې، تش په نوم د بشر حقوقو، خوراک، زده کړو، روغتيايي، روزنيز پروګرامونه او کميسيونه لري. لکه څنګه  چي وړاندې يادونه وشوه چې نوموړى ارګان په نړۍ کې د سرتاسري سولې او خونديتوب په موخه تاسيس شوو.او په خپل منشور کې يې خورا زيات اهميت سولې ته ورکړى دى. له کال 1981 د سيپټمبر  21 د سولې د نړۍ ورځې په نوم لمانځل کيږي. د نا  ارامه اسلامي نړۍ مشران هم  په درز او غوبل دا ورځ لمانځي. زه  په  هيڅ   صورت هم  د سولې د ورځې خلاف نه  يم  خو  د ملګروملتو په شتون او د سولې په چيغو او نارو سره سره نن په اسلامي نړۍ كې څه رواون دي:
1- په افغانستان کې 16کالنه وژونکي جګړه چې د القاعده، طالب او تروريزم تر نوم لاندې شروع شوه لاپسې روانه او مالومه نده چې تر کومه به دوام لري، چې اوس يې د داعش جوړه شوي پروژه يوه بله نوي لوبه ده.
2-فلسطين کې د لسيزو جنوسايډ (مذهبي وژنې)، جګړه او نور
3- په عراق کې له حملې ورسته تر نن بيا، د سني او شيعه په نوم جګړه.
4- په ستر اسلامي هيواد ترکيه کې ورستى اړو دوړ.
5- عربستان او يمن او نور اسلامي نړۍ.
6- د پاکستان اودهند ترمنځ ګير مسليمه د کشمير ملت.
د ملګروملتونو له تاسيس بيا تر نن کابو اويا لسيزې اوړي، خو اسلامي نړۍ د نا امنۍ، جګړې، تاوتريخوالي او مشکلاتو په لور راهي ده.
پښتو متل دى وايي; هم پړ زه او هم  مړ زه.
هم تروريست مسلمان، هم قاتل او  مقتول مسلمان، هم قرباني مسلمان او هم د جګړې د کرښې دواړو غاړو ته مسلمان.
امريکا او ور سره نوره لويديځه نړۍ د ملګروملتو په ياغي اس سپاره، د همدردې او تروريزم د نابودى تر عنوان لاندې يې انسان وژنې ته يې مشروعيت او قانونيت ورکړى.
نړيواله ټولنه او ملګري ملتونه به نن په سختو ټکو کې جګړه واغندي او د سولې غږ به وکړي.
زه او ته هم د يو عادي  او جګړې ځپلې افغان په توګه جګړه غندو او سوله غواړو. لکه څنګه چې په سپيڅلي کتاب قران کريم کې راته لارښښونه او امر شوي.
[سُوۡرَةُ الاٴنفَال : 61] (وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّهُۥ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
او [اې  پېغمبره (ص)!] كه دښمن د روغيې جوړې خوا ته میلان ولري، نو ته هم د هغې لپاره تيار اوسه او پر الله توكُل وکړه.  په يقيني ډول هماغه د هر څه اورېدونكى او په هر څه پوهېدونكى دى.)
خو لوديځه نړۍ هغه سوله چې اسلامي نړۍ درلوده ورڅخه اخيستي او نن بيا همغه سوله د وينې په بيه بېرته پرې خرڅوي.
نړيواله ټولنه سوله د جګړې په ځور راوړي خو خپل غربي پوهان سوله په جګړه کې نه ګوري لکه چې وايي:
“If you want peace, you don’t talk to your friends. You talk to your enemies.” – Desmond Tutu

“It isn’t enough to talk about peace. One must believe in it. And it isn’t enough to believe in it. One must work at it.” – Eleanor Roosevelt.
په ګران هيواد او ټوله اسلامي نړۍ كې د تل پاتې او ريښتونې سولې په دعا

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button