لیکوال: رشاد فقیه
ژباړه: نیلاب شینواری
- هره ورځ له ۱۰ دقیقو څخه تر ۳۰ دقیقو پورې قدم وهه او مسکا په خوله لره؛
- هره ورځ د ۱۰ دقیقو لپاره سکوت کوه؛
- په ۲۴ ساعتونو کې اووه ساعته خوب ته ورکوه؛
- له درې شیانو سره ژوند کوه: ځواکمنتیا، امید او عاطفه؛
- تل له نورو مننه او درناوی کوه او هیڅکله هغه خلک مه هېروه چې تاته یې سمه لار درښودلې؛
- د تېرو کلونو په نسبت د کتابونو په لوست کې ډېروالی راوړه؛
- د روحي غذا لپاره وخت ځانگړی کوه: لمونځ، اذکار، فکر، تلاوت، له خپلوانو سره راشه درشه؛
- له مشرانو سره چې عمرونه یې تر ۷۰ اوښتي او له کشرانو سره چې له ۶ شپږو کلو لږ عمر لري ناسته کوه؛
- د راتلونکي په اړه تل هیلهمن اوسه؛
- له طبیعي خوړو ډېره گټه پورته کوئ او له کیمیاوي خوړو تر ډېره ځان ساته؛
- له اوبو ډېره گټه پورته کوه؛
- لږ نه لږ د ورځې له درې کسانو سره ټوکې کوه؛
- خپل ارزښتناک وخت په بېځایه کارونو کې مه لگوه؛
- ستونزې په ښه توگه حلوه او د ستونزو پړه پر نورو مه اچوه؛
- خپل ځواک په گټورو کارونو کې مصرفوه او له منفي فکرونو او کارونو ځان ساته؛
- ژوند یو ښوونځی دی او ته په کې یو زدهکوونکی، د ژوند ستونزې لکه د ریاضي تمرینونه حل کېدل یې ممکن دي؛
- سهارنۍ د پاچاهانو کوه، غرمنۍ د خانانو او ماښامنۍ د بېوزلو او غریبانو په څېر؛
- تل مسکا کوه؛
- ژوند ډېر لنډ دی نو له نورو سره یې په کرکه کې مه تېروه؛
- کارونه په جدیت سره سرته رسوه؛
- ضرور نه دی چې د ژوند په ټولو کارونو کې بریالی اوسې؛
- تېر هېر کړه او د راتلونکي لپاره امید لره؛
- خپل ژوند له نورو سره مه پرتله کوه؛
- د خپل ځان د خوښ ساتلو مسوول یوازې پخپله یې؛
- ټولو ته بښنه کوه؛
- ستا په اړه چې نور څه فکر کوي هغه په تا پورې اړه نه لري؛
- په الله تعالی ښه گومان کوه؛
- که حالات ښه وي او که بد په دې باوره لره چې تېرېدونکي دي؛
- خپله د ځان پاملرنه کوه ځکه د ناروغئ په حالت کې ستا کورونۍ او ملگري له تا سره ځورېږي؛
- هغه څېزه چې تا ته گټور نه دي ځان ترې وژغوره؛
- کینه او حسد دې له منځه وړي ځان ترې ژغوره؛
- راتلونکی د الله تعالی په توکل سره روښانه ده انشاالله؛
- په هر حالت کې کمزوری کېږه مه، زړرور او ځواکمن اوسه؛
- کوښښ کوه چې تل ښه کارونه کوې؛
- خپل خپلوان مه هېروه او تل یې پوښتنه کوه او د خپلې کورنۍ وفات شوو غړو ته تل دعا کوه؛
- راتلونکی ته خوښ او امید ساته؛
- نورو ته ډالۍ ورکوه؛
- خپل حدود مراعت کوه او د نورو ازادي مه سلبوه؛
- چې سهار ژوندی پاڅې نو د الله تعالی شکر ادا کوه؛
- د نورو د خوښ ساتلو لپاره دا پورته یاد شوي نصایح له نورو سره شریک کړه تر څو هغوی هم ترې گټه پورته کړي.