خبرونهسلايډ

د امریکا سنا د سعودي په وړاندې شوې طرحه تصویب کړه

د امریکا د مشرانو جرگې هغه طرحه چې له مخې یې د سپتمبر یوولسمې پېښې کې د وژل شوو کسانو کورنۍ د سعودي له حکومت څخه د تاوان غوښتنه وکړي تصویب کړه.

دغه قانون چې «له ترهگرو ډلو څخه د ملاتړ قانون» په نامه یادېږي د وروستي رایې اخیستلو لپاره د امریکا ولسي جرگې ته پېژندل شوی دی.

یو امریکايي دیموکرات سناتور ویلي چې د دې وېره شته چې دا قانون باراک اوباما ویټو کړي. تر دې مخکې باراک اوباما ویلي وو چې دی نه غواړي دغه قانون توشیح کړي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر مخکې رسنیو ته ویلي وو چې که امریکا کې دغه طرحه قانون شکل واخلي نو سعودیان به خپلې پانگې له امریکا څخه بهر کړي.

د سعودي حکومت دا ردوي چې گواکي دوی دې د سپتمبر په یرغل کې لاسر ولري. د سپتمبر په پېښې کې ۱۹ کسانو گډون کړی وو چې له دوی څخه ۱۵ تنه یې سعودیان ول.

د سپتمبر یوولسمې کمیسون په ۲۰۰۴م کال کې اعلان کړه چې له دوی سره کوم کره شواهد نه شته چې په دې دلالت وکړي چې گواکي سعودي د سپتمبر په حملو کې لاس لري.

که چېرې دغه طرحه قانوني شي نو د امریکا په محاکمو کې د سپتمبر د پېښې قربانیان حق لري چې د سعودي له حکومت څخه د تاوان غوښتنه وکړي.

د سپینې ماڼۍ یو تن ویاند وايي چې باراک اوباما د دې طرحه په اړه اندېښنه لري او دا له امکان څخه لرې خبره ده چې دغه طرحه لاسلیک کړي.

دغه طرحه د نیویارک سناتور چاک شومر او د تگساس سناتور جان کورنین له لوري وړاندې شوې ده.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button