خبرونهسلايډ

د بامیان خلکو له ولسمشر غني د عدالت غوښتنه وکړه

ولسمشر غني نن د بامیانو ولایت د هوايي ډگر او لویې لارې د پرانستلو لپاره بامیان ولایت ته تللی دی. د ولسمشر له رسېدو سره سم د بامیانو په مرکزي څلور لاري کې لاریونکوونکو له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه چې د دې ولایت له خلکو سره باید عدالت وشي.

د بامیانو هوايي ډگر د ملي یووالي د سولې د شهید «عبدالعلي مزاري» په نوم نومول شوی دی. ولسمشر د بامیان له ولس سره ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به له بغلان نه د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا مزې دې ولایت ته ورسېږي. ولسمشر همدارنگه وویل چې ډېر ژر به بامیان له نورو مرکزي ولایتونو سره د لویو لارو له لارې ونښلوي.

د روښنايۍ د غورځنگ په ننگ شوي لاریونکوونکو له ولسمشر څخه غوښتنه کړې چې د ۵۰۰ ولټه برېښنا مزی دې د بامیانو له لارې تېر شي. د لاریونکوونکو ستره غوښتنه دا وه چې د بامیانو له خلکو سره باید عدالت وشي.

ولسمشر سره په دې سفر کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق هم گډون کړی وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button