روغتيا

ولې مو وزن نه شئ کمولی؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

ولې له غذایي رژیم او ورزشي تمرینانو سره سره لا هم په دې نه یی توانېدلي چې وزن کم کړی، بلکې ورځ تر بلې مو وزن زیاتېږي.

روغتیا پالان وایي پر ټولو هڅو سربېره څو نور اړین ټکي هم شته چې د اضافي وزن په کمولو کې در سره مرسته کولی شي.

دغه څه مو هېر کړئ:

۱- له خوبه محروم یاست

د (ګالوپ) د نظر پوښتنې پر بنسټ، ۴۰ سلنه خلک هره شپه تر ۷ ساعتونو کم خوب کوي. که تاسو په ټاکلې اندازه خوب ونه کړی په بدن کې مو د سټرېس هورمونونه، قند او انسلین زیاتېږي چې دا ټول د لوږې لامل کرزي.

د تغذیې د برخې مشهور متخسس (جي جي ویرجین) وایي بې خوبي په بدن کې له انسولینو سره مقاومت کوي چې په پایله کې یې وازګې جوړېږي او یا یې هم جوړېدل اسانه کوي.

۲- سخت تمرین ډېر خوراک ته لاره هواروي

د اندام د تناسب او تغذیې متخصص (الکیم) وایي دا چې تاسو د ورزش پر مهال ۷۰۰ کالوري انرژي سوزولې ده، دا مانا نه لري چې اوس ستاسو لاس خلاص دی هر څه چې خورئ خوړلئ یې شی. ډېر ورزش هم د وزن د زیاتوالي لامل ګرځي.

۳- کم کم خو څو ځلي خواړه خوری

ویرجین وایي، کېدای شي تاسو فکر وکړئ چې لږ لږ خو څو ځله خواړه خوړل به مو په وینه کې د قندو اندازه کنټرول کړي، دې ته مو پام نه دی چې دغه څه مو په بدن کې د انسولینو کچه لوړوي. ښه ده چې د پروتینو له داسې ترکیب څخه ګټه واخلئ چې غوړ ونه ري لکه کم کاربنه مېوې، سبزۍ، غلې او دانې چې هم ژر د مړښت احساس وکړئ او هم تر ډېره وږي نه شي، دغه چاره مو په وزن کمولو کې درسره پوره مرسته کوي.

۴- په زیاته اندازه خواږه خورئ

د تغذیې او د بدن د ښکلا د برخې متخصصان وایي، ښکاره ده چې یوازې خپله خواږه شیان وزن نه زیاتوي، بلکې په نورو موادو کې لکه مستې او نور هم په زیاته کچه خوږه لري، په بدن کې د فروکتوز زیاتوالی په مستقیم ډول د وزن د زیاتوالي لامل ګرزي.

۵- سټرېس لری یا ژور خپګان لری

نوې څېړنې دا ثابته کړې هغه مېرمنې چې پر ژور خپګان اخته دي په کال کې ۱۱ پونډه چاغېږي. ژور خپګان په بدن کې (کورتیزول) زیاتوي چې د عضلو د ماتېدو سبب کېږي او د معدې اسید کموي، کله چې د معدې اسید کم شي عضم په سم ډول صورت نه نیسي او انسان د لوږې احساس کوي.

۶- زیات تمرین کوئ

(الکیم) ډېر تمرین معکوسه پایله لري.

د وزن کمولو لپاره تر ټولو ښه لاره وقفه یي تمرین دی، تاسو کولی شئ په بېلابېلو وختونو کې تمرین وکړئ، خو نه په یو ځلي. دې ته مو هم باید پام وي چې په اونۍ کې باید یوازې دوه یا درې ځلي تمرین وکړئ؛ ځکه ډېر تمرین وژونکی کېږي.

۷- کافي چربي نه خوری.

بدن مو ګڼو موادو ته اړتیا لري چې له دې ډلې غوړ یا چربي هم دي تر څو مو د بدن غوړ وسوځوي. د کبانو، زیتونو او کوپرې غوړ په سالمه چربۍ کې راځي.

۷- د ويټامین ډي له کمښت سره مخ یاست

وېټامین ډي په بدن کې هغه هرمون دی چې ګڼې دندې لري چې له دې پرته نه شئ کولي د بدن وازګې مو وسوځوئ. له ډاکټره وغواړي چې په بدن کې مو د ويټامین ډي کچه چک کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button